د لاسرسي ځای

تازه خبر

مطیع الله جان د عدالت سپکاوي قضیه کې سپریم کورټ ته حاضر شو


مطیع الله جان د عدالت سپکاوي قضیه کې سپریم کورټ ته حاضر شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:07 0:00

د جولای پر ۲۲مه، ازاد خبریال مطیع الله جان، د پاکستان د سپریم کورټ چیف جسټس ګلزار احمد په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ ته وړاندې شو. سپریم کورټ نوموړي ته عدالت سپکاوي په قضیه کې د سپیناوي لپاره د دوه اوونیو وخت ورکړ. دا تر هغې وروسته ده چې مطیع الله جان د جولای پر ۲۱مه وتښتول شو او تر ۱۲ ساعته لادرکۍ وروسته خوشې شو. سپریم کورټ همداراز، پولیسو ته امر وکړ چې په دوو اوونیو کې د هغه د تښتونې په اړه رپورټ عدالت ته وړاندې کړي. د اسلام اباد پولیسو رسنیو ته ویلي چې د پېښې پلټنې کوي. د عدالت سپکاوي قضیه د مطیع الله جان له تښتونې سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې سپریم کورټ نوموړي ته د جولای پر ۱۵مه نوټس ورکړی وو ځکه چې ده پر ټوېټر په یوه بیان کې د جج قاضي فایز عیسا د نااعلان شتمنیو د تورونو قضیې په اړه د سترې عدلي شورا پر پرېکړه انتقاد کړی وو. عدالت ته د مطیع الله جان وړاندې کېدو په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG