د بشري حقونو یوه کارکونکې ګلالۍ اسماعيل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې هم ده پرضد یې د ترهګرۍ مقدمه ختمه کړل شوې ده.
د جولای پر دوهمه نېټه په پېښور کې د ترهه ګرۍ ضد يوه عدالت، ګلالۍ اسماعيل د هغې پر مورـ پلار له ترهه ګرو تنظيمونو سره د مالي مرستو په تور کښلې مقدمه عدالت د ثبوتونو نه لرلو په بنياد ختمه کړل شوې ده.
راپور د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
-
مشال راډیو
مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.
د فېسبوک تبصرې