په ملګرو ملتونو کې د ماشومانو د خيرښېګڼې چارو ادارې "يونيسېف" ويلي، د کورونا وبا له لاسه جوړ روغتيايي کړکېچ د ماشومانو حقونو په يوه بحران بدلېدونکی دی.
دې ادارې وېره ښودلې که د نړۍ اړمنو کورنيو او د هغوی ماشومانو ته پر وخت صحي او خوراکي مرستې و نه رسي نو لکونه ماشومان به په راتلونکو څو مياشتو کې مړه شي. په پاکستان کې هم د بشري او ماشومانو د حقونو ادارې او فعالان اوسنی وضيعت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې ورسره د مقابلې لپاره اړونده ادارې بايد خپلمنځي همکاري زياته او کارونه چټک کړي. د هارون باچا راپور