د کورونا وبا مخنیوي په خاطر، سینیګال سرکار د خلکو کورونو ته ډوډۍ وروړي
افریقايي هېواد سینیګال کې د مې تر ۱۱مې کورونا وایرس ۱۲۷۰ کسان ناروغه کړي او ۱۳یې مړه کړي دي. په داسې حال کې چې په دې هېواد کې د مسلمانانو اکثریت دی او د روژه ماتې لپاره په نانبایانو ډېره ګڼه جوړېږي، د کورونا وایرس د خورېدو مخنیوي په خاطر د سینیګال حکومت دغلته د خلکو په ورتګ بندېز لګولی او کورونو ته د ډوډۍ رسولو لپاره یې یو ځانګړی پروګرام پیل کړی. په دې هکله د امریکا غږ یو ويډیوي رپورټ درته منورشاه وړاندې کوي.
د فېسبوک تبصرې