د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټولبند نرمول پاکستان کې کورونا وبا زیاتولی شي: ډاکټران


د ټولبند نرمول پاکستان کې کورونا وبا زیاتولی شي: ډاکټران
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:41 0:00

د پاکستان حکومت له اعلان سره سم د مې پر ۱۱مه نېټه په ټولبند کې نرمي وشوه او واړه دوکانونه او بازارونه پرانستل شول. له دې وروسته د نورو ښارونو ترڅنګ د لاهور، کراچۍ او پلازمينې اسلام اباد په بازارونو کې ګڼه کوڼه زیاته شوې ده. ډاکټرانو خبرداری ورکړی چې د ټولبند له نرمولو سره به ښايې کورونا وايرس نور هم خپور شو. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په وايرس د اخته ناروغانو شمېر ورځ تر بله زياتېږي. د مې پر ۱۲مه په دې هېواد کې د کورونا ناروغانو شمېر تر ۳۲ زره زيات وو. د رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG