د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د بندیانو د تبادلې بهیر دې ګړندی کړي چې بین الافغاني خبرو او دایمي اوربند ته په چټکۍ لاره هواره شي.
زلمي خلیلزاد د مې په لومړۍ نېټه پر خپله ټويټرپاڼه ولیکل: "په دې کار کې د ځنډ نتیجه به د افغانانو ترمنځ د جګړې له کبله لا زیات تلفات وي چې د دوی دا جګړه باید د کورونا وایرس پرضد وي."
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د مې پر دويمه نېټه ښايي افغان حکومت ۱۰۰ نور طالب زندانیان راخوشي کړي.
د دې سرچینې په وینا، د ولسمشر د فرمان په عملي کولو سره به دوی ۱۵۰۰ بندیان خوشې کړي، البته د طالبانو د نوملړ په اړه ملاحظات لري.
هغه زیاته کړه چې له افغان حکومت سره تر ۵۰۰۰ زیات طالبان بندیان دي، خو د طالبانو په نوملړ کې ځکه ۵۰۰۰ کسان غوښتل شوي چې دا یې تر ټولو سخت دریځه او مهم کسان دي.
د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال د بندیانو د تبادلې په اړه د مې پر لومړۍ نېټه ناوخته ازادي راډيو ته وویل: "حکومت د ولسمشر فرمان پر اساس د طالبانو د خوشې کولو لړۍ پیل کړې ده او تر اوسه یې ۵۰۰ طالب زندانیان خوشې کړی دي.
د فرمان له مخې به په لومړي پړاو کې ۱۵۰۰ کسان خوشې کېږي. حکومت دا ګام له کورونا سره د مبارزې او سولې ته د رسېدو په خاطر پورته کوي."
په همدې حال کې د قطر په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د مې پر لومړۍ نېټه ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو تر اوسه د افغان حکومت ۱۱۴ بندیان خوشې کړي.
ده زیاته کړه: "په دغو خوشې شویو کې هغه څلور کسان هم شامل دي چې مخکې د بشري خواخوږۍ له مخې د علاج لپاره پر ضمانت خوشې شوي وو او اوس ورته وویل شول چې دوی خلاص دي، کورونو ته دې لاړ شي."
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د مې لومړۍ پر ماښام په خپل ټويټ کې د په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت هغه راپور ته هم اشاره کړې چې له مخې يې د فبرورۍ میاشتې په پای کې د ولسي وګړو تلفاتو شمېر د تېر کال په پرتله ۲۹ سلنه کم شوی و.
خو روېټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، د مارچ له لومړۍ نېټې د اپرېل تر ۱۵مې نېټې پورې د تېر کال د همدې مودې په پرتله طالبانو په افغانستان کې تر ۷۰ فیصده زیاتې حملې کړي.
دا خبره روېټرز خبري اژانس د دوو جلا سرچینو په حواله کړې ده چې یوه لویدیځه نظامي او بله خپلواکه سرچینه یاده شوې.
بل لور ته د افغان حکومت د معلوماتو له مخې په همدې موده کې ۹۰۰ افغان وګړي وژل شوي چې تېر کال د دغو تلفاتو شمېر ۵۲۰ وو.
د روېټرز راپور اشاره کوي چې په همدې حال کې د طالبانو تلفات په دې موده کې ۶۱۰ کسانو ته کم شوي چې تېر کال د دغو تلفاتو شمېر ۱۶۶۰ وو.
راپور د لوېديځو، افغان او خپلواکو چارواکو له قوله لیکلي، د طالبانو په حملو کې زیاتوالی څرګندوي چې دا ډله له امریکا سره موافقې ته بېاعتنايي ښيي چې د دې موافقې له مخې يې باید تاوتریخوالی کم کړی وی.
په وروستیو حملو کې څلور مورده د هېواد په شمال کې د افغان ځواکونو په خوړو کې د زهرو ګډول یاد شوي.
د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد له قوله ویل شوي چې دا حملې طالبانو نه دې کړي، خو دې ډلې د لوګر او ننګرهار په ګډون په ګڼو ولایتونو کې د وروستیو حملو مسولیت منلی دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ میاشتې د ۲۹مې نېټې د موافقې له مخې به طالبان تاوتریخوالی کموي.
طالبانو همداراز د موافقې له مخې ژمنه کړې چې د افغان حکومت لخوا د ۵۰۰۰ زندانیانو د راخوشې کولو په بدل کې به ۱۰۰۰حکومتي کارکوونکي بندیان خوشې کوي.
طالبانو ویلي چې له دې اقدام وروسته به له حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیلوي.
د فېسبوک تبصرې