د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې، د سولې لپاره د افغانانو خپلمنځي خبرو ته د لار هوارولو لپاره دې تاوتریخوالی کم کړي.
مارک ایسپر دا خبره د اپرېل پر ۲۴مه ناوخته پر خپله ټويټر پاڼه لیکلې ده.
هغه لیکلی، اوس وخت رارسېدلی چې ټول اړخونه د تلپاتې سولې لپاره له رامنځته شوې موقعې ګټه واخلي.
بلخوا د ناټو هېوادونو سفیرانو د اپرېل پر ۲۴مه په یوه اعلامیه کې د افغانستان د سولې اړوند ویلي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو وړ نه ده.
ناټو په دې اعلامیه کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي لامل دي.
د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو اعلامیه څرګندوي چې د افغانستان په اړه د دې سازمان دریځ جګړې ته د پای ټکی ايښودل دی.
ناټو سازمان ته د امریکا سفیرې کې بېلي هاتچيسن پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي، امریکا او د ناټو متحدان له افغانستان سره ژمن پاتې کېږي.
دې د ناټو شورا وېډیويي غونډه ټويټ کړې ده.
تر دې وړاندې د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ هم پر طالبانو غږ کړی و چې د سولې خبرو ته دې کښېني او د بندیانو خوشي کولو لړۍ دې چټکه کړي.
هغه ویلي چې چې د طالبانو له خوا د تشدد اوسنی حالت د منلو وړ نه دی.
دا له هغه وروسته ده چې طالبانو د افغان حکومت له خوا په روژه کې د اوربند وړاندیز رد کړ.
د طالبانو یو ویاند ویلي چې هغوی به د سولې د ممکنه خبرو اترو او د بندیانو په تبادله کې د ځنډ پر سر جګړې ته دوام ورکوي.
افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۲۳مه وسله والو طالبانو ته د روژې په میاشت کې د اوربند وړاندیز کړی وو.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ پر ۲۹مه په شوي تړون کې ویل شوي چې افغان حکومت به د سولې تر خبرو وړاندې د باور په توګه د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان خوشي کوي.
افغان حکومت تر اسه ۵۵۰ طالب بندیان خوشي کړي او طالبانو په بدل کې ۶۰ افغان امنیتي او دفاعي کسان خوشي کړي دي.
د فېسبوک تبصرې