افغان حکومت د اپرېل پر ۱۲مه، د طالبانو ۱۰۰ نور بندیان هم خوشې کړل. له دې سره د طالبانو د خوشې شویو بندیانو شمېر ۳۰۰ تنو ته ورسېد.
د افغانستان ملي امنیت شورا په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دا ګام یې د سولې او کورونا وایرس د لاخپرېدو د مخنیوي په خاطر پورته کړی دی.
خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د اپرېل پر ۱۲مه مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي چې بندیان د هغوی د تثبیت او تشخیص پرته خوشې شوي دي.
شاهین ټېنګار وکړ چې طالب بندیان دې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ له کوم شرط پرته ټول یوځای له زندانونو خوشې شي.
سهیل شاهین وویل:
"موږ غواړو چې د سولې پروسه د هوکړې پر بنسټ مخ ته لاړه شي، ځکه چې دا پروسه په همدې ډول پیل شوې ده. د بندیانو په خوشې کېدو کې ځنډ رامنځته شو چې لا هم روان دی، زموږ له لوري دا بندیان پرته له کوم تشخیص او تثبیت څخه خوشې کېږي، بندیان د فرمان له مخې نه، بلکې د هوکړې پر بنسټ باید خوشې شي."
سهیل شاهین تازه په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، دهغوی به اپرېل پر ۱۲مه، په کندهار ولایت کې له ورسره د بندي زرو افغان امنیتي ځواکونو له ډلې ۲۰ تنه د سره صلیب ادارې ته وسپاري.
تر دې وړاندې د هغو ۵۰۰۰ طالب زندانیانو له ډلې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ یې پر خوشې کېدو هوکړه شوې، د افغانستان امنیت شورا له خوا ۲۰۰ تېره اوونۍ خوشې شول.
اوس پوښتنه دا ده چې د افغان حکومت له خوا د طالب بندیانو خوشې کېدل او د طالبانو له خوا د دې بهېر نه منل به څه پایلې ولري؟
تېره ورځ د افغانستان ملي امنیت پخواني مشر رحمتالله نبیل هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي ول، مالي خان چې بګرام کې بندي وو، له خوشې کېدو وروسته بېرته پاکستان ته ستون شوی او له طالبانو سره یې لوجستیکي برخه کې یو ځل بیا خپل کار پیل کړی دی.
تېر کال د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر بنسټ انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید په مشروط ډول له بنده خوشې شول.
د افغانستان حکومت هغه وخت ویلي ول چې د هغوی خوشې کول باید د تاوتریخوالي پر کموالي مستقیم اغېز ولري.
د افغانستان د امینت شورا بیا د طالب بندیانو د تازه خوشې کېدو په هکله وایي چې هغوی یې د هغه لېست پر بنسټ خوشې کوي چې د طالبانو د درې کسیزه پلاوي له خوا ورته سپارل شوی دی.
د افغانستان د امنیت شورا دفتر ویاند جاوېد فیصل امشال راډیو ته وویل: "د طالب بندیانو خوشې کېدل د هغه لېست په اساس کېږي چې د طالبانو تخنیکي پلاوي موږ ته سپارلی دی، دا چې اوس طالبان څه وایي په هغوی پورې اړه لري موږ خپل مسؤلیت ترسره کړی دی."
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې تر لاسلیک وروسته د بینالافغاني خبرو په وړاندې د خنډ لوی لامل د افغان حکومت لهخوا د طالب بندیانو نهخوشې کېدل ګڼل کېده.
د دغې هوکړې پر بنسټ د بینالافغاني خبرو تر پیل وړاندې باید د افغانستان په زندانونو کې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان ټول خوشې شي.
دغه شان د طالبانو له زندانونو څخه هم باید ۱۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونه چې له هغوی سره بندیان دي، خوشې شي.
تر دې وړاندې د طالبانو درې کسیز پلاوی د طالبانو د بندیانو د خوشې کولو په موخه کابل ته ورغلی وو تر څو د بندیانو د خوشې کولو په پروسه کې د افغان حکومت سره خبرې وکړي، خو دا پلاوی له څو ورځو خبرو وروسته بېرته د طالبانو له خوا وغوښتل شو.
د فېسبوک تبصرې