د پاکستان وفاقي او صوبايي حکومتونو چارواکو په وينا، په سيند صوبه کې په ۴۱۳، په پنجاب کې ۲۹۶، په خيبر پښتونخوا کې ۱۱۷، په بلوچستان کې ۱۱۵، په اسلام اباد کې ۱۶ ، په ګلګت بلتستان کې او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په ۸۲ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی. د کورونا وايرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره په ټول پاکستان کې بازارونه، دفترونه او تعلیمي ادارې تړل شوي او پر بهرنیو او کورنیو الوتنو او د مساپر وړونکو اورګاډو پر تګ راتګ هم بندېز لګېدلی دی.
د خېبر پښتونخوا صوبې روغتيا وزير تيمور خان جګړا د مارچ پر ۲۵مه وويل چې ۳۹ کسان يوارې د مردان په مانګه کې کورونا وایرس وهلي دي. دلته تېره اونۍ یو کس له کورونا وایرسه مړ شوی وو. حکومت وروسته دا ځای قرنطین کړ.
د تعليم لپاره نوی ټيليويژن
د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د تعليم لپاره به ځانګړی ټېليويژن چېنل جوړوي. پرون [د مارچ پر ۲۴مه] د دې وزارت په يوه خبرپاڼه کې د تعليم وزير شفقت محمود په حواله ويل شوي چې دا ټېليويژن چېنل د سرکاري ټي وي او ځېنو تعليمي ادارو په مرسته جوړېږي او کېدای شي د روان کال [۲۰۲۰م] د اپرېل په لومړۍ اونۍکې کار پيل کړي. د دې ټېليويژن مقصد د وبايي ناروغيو پرمهال د سکولونو تر بندېدو وروسته د تعليم اسانتيا برابرول ښودل شوي. په پاکستان کې دا وخت د کورونا وايرس خپرېدو له کبله تعليمي ادارې بندې دي.
په پنجاب کې د بلدیاتي ټاکنو ځنډېدل
د پنجاب وزیراعلی د مارچ په ۲۴مه ناوخته اعلان وکړ چې په دې صوبه کې د کورونا پر مخ خورېدونکي وايرس له کبله بلدیاتي ټاکنې د نهو مياشتو پورې ځنډوي. عثمان بزدار دا هم وويل چې د ځينو ليبارټريانو د بهترولو لپاره اته اربه روپۍ منظورې شوې. هغه زياته کړه چې د صوبایي کابینې د يوې مياشتې تنخا به د کورونا وایرس د علاج فنډ ته ورکړل شي.
بلخوا په همدغه ورځ د پاکستان صدر عارف علوي د مذهبي امورو د وزير پير نورالحق قادري او اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله ایاز سره ملاقات کړی دی. د صدر له دفتره په خپاره شوي بيان کې راغلي چې صدر دوی ته وويل چې د کورونا وایرس د مخنيوي په لړ کې دې علما پوره پوره مرسته او کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د حکومت پر بنديزونو او اعلانونو چې خلک دې له یو له فاصله وساتي، سره سره هم په ځينو ځايونو کې د جمعې لمونځونه کېږي. تېره هفته په لاهور کې د تبليغيانو اجتماع هم شوې وه او ځيني تبليغيان پر دې وایرس اخته شوي هم دي.
د نوو سامان الاتو اخیستل
د پاکستان د قدرتي افتونو د نظم ادارې (اين ډي ايم اې) مشر ليفټيننټ جنرل محمد افضل وايي د زيارت په ورځ به پنځوس زره د کورونا وایرس ټيسټ کيټونه ورورسي.
هغه د مارچ په څلورويشتمه په اسلام اباد کې يو خبري کنفرنس ته وويل چې دا او نور طبي سامان به له چين او ځينو نورو هېوادونو راوغواړي. نوموړي دا هم وويل چې په لاهور کې یوه کارخانه کې د کورونا وایرس مریضانو او د هغوی خيال ساتونکو ډاکټرانو لپاره لوازم تيارېږي.
جنرل افضل زياته کړه چې دا وخت په ټول پاکستان کې څه دپاسه دوه زره وينټيلېټر مشينونه شته خو دوی پنځوس زرو ته ضرورت لري چې له چينه یې راغوښتي دي.
کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی. تر دې دمه په نړۍ کې له دې وايرسه تر ۱۸ زره نهه سوه زيات کسان مړه شوي او تر څلور لکه ۲۳ زره زيات په اخته شوي دي. په دغو کې څه باندې يو لک نهه زره بېرته رغېدلي هم دي.