"د هنر وارثان" په نوم ټولنه جوړوو: ګوهر جان
د "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ مېلمه مو سندرغاړی او شاعر ګوهر جان دی. ده او ملګرو يې په پېښور کې "د هنر وارثان" په نوم د هنرمندانو د يوې اتحاديې جوړولو هڅې پيل کړې دي. د ګوهر جان په خبره، په دې کار کې ورته د سيمې د نومياليو سندرغاړو، شاعرانو، د پوهنتون د استادانو او خبريالانو ملاتړ ترلاسه دی. دوی په عين وخت کې په صوابۍ کې د يوه لوی کلتوري پروګرام په جوړولو هم بوخت دي. پر دې موضوعاتو د ګوهر جان خبرې او د هغه څو سندرې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
فبروري ۲۷, ۲۰۲۵
سجاد خان غواړي د پښتو ترڅنګ اردو سندرې هم ووايي
-
فبروري ۰۶, ۲۰۲۵
ګلزار عالم وايي د هنر د ودې لپاره رياستي سرپرستي اړينه ده
-
جنوري ۳۰, ۲۰۲۵
خورشيد عالم صابر وايي له موسيقي پرته ژوند بې معنا دی
-
دسمبر ۱۹, ۲۰۲۴
نومیالی سندرغاړی زرولي افغان وايي په ټیکسي چلولو کورنۍ ساتي