د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لادرکه خلکو وکیل لا هم بې درکه دی


د لادرکه خلکو وکیل انعام الرحیم
د لادرکه خلکو وکیل انعام الرحیم

پراګ ـ د ډیسمبر په ۱۷مه له پینډۍ د لادرکه کړل شویو وکیل لا هم بې درکه دی. د پخواني پوځي افسر او وکیل انعام الرحیم کورینۍ وایي، پولیسو ته یې د هغه د لادرکه کیدنې په اړه مالومات ورکړي خو لا یې هم درک نشته.

په تېرو اوو ورځو کې د پنجاب په صوبه کې دا دویم وکیل دی چې لادرکه کیږي. د ډیسمبر پر لسمه له اوکاړې یو بل وکیل شفیق احمدخان اېډوکېټ هم نامالومه کسانو وړی چې تراوسه بې درکه دی. شفیق ایډوکېټ پر ټولنیزو رسنیو د ورکو خلکو او بشریي حقونو په ملاتړ کې لیکنې کولې.

ټول کسان په ډبل سیټه ګاډو کې راغلي ول، ټولو تورې وردۍ اغوستې وې او وسلې ورسره وې
حسنېن انعام

د وکیل انعام الرحیم زوی حسنېن انعام د ډیسمبر پر ۱۸مه مشال رېډیو ته وویل، نیمه شپه یې پلار وسله والو د کور له مینځه یوړ.

"د شپې ۱۲نېمې بجې هغوی کور ته راننوتل. اول یې د کور ټلې ووهله، چې دروازه مو خلاصه کړه، خلک،کور ته راننوتل، هغوی د ډبل سیټونو ولا ګاړو کې راغلي ول. نېغ د پلار د خوب کوټې ته ورغلل او له هغه یې ځان سره بوتلو. ټولو سره وسله وه او هر یوه توره وردي اغوستې وه"

انعام الرحیم د قانون له زده کړو وروسته د پاکستان په پوځ کې شامل شوی و او په ۲۰۰۷ ز کال کې ترې د کرنل په عهده ریټایرډ شوی و. له دې وروسته هغه ټول وخت وکالت ته ورکړی و.

حسنېن انعام وایي، پلار یې د ورکو خلکو په کیسونو کې د هغوی له کورینۍ سره مرسته کوله. همدا راز هغه د پوځي مشرانو د کار مودې غځیدو پر ضد څو وار عدالت ته تللی و.

هغه وویل، پلار یې د اوسني پوځي مشر قمر جاویده باجوده د کاري مودې غځولوضد عدالت ته نه و تللی خو له دې مخکې یې د پخواني پوځي مشر اشفاق پرویز کیاني د کاري مودې غځیدو ضد عدالت ته تللی و.

د ورکو خلکو لپاره د پنډۍ په پوځي مرکز کې هم ځایې جوړ شوی دی او د پوځ ویاند راسره ژمنه کړې ده چې دا د ورکو کسانو په پیدا کولو کې مرسته وکړي خو تراوسه پکې پرمختګ نه دی شوی
امینه مسعود جنجوعه

د ورکو خلکو لپاره مبارزه کونکې او ډیفنس اف هیومن رایټس تنظیم مشره امینه مسعود جنجوعه وایي، انعام الرحیم اېډوکېټ ورسره د ورکو خلکو په قضیو کې قانوني مرسته کوله.

جنجوعه چې خاوند یې نزدې له پنځلس کلونو راهسې ورک دی، د انعام الرحیم د لادرکه کېدو غندنه وکړه او زیاته یې کړه چې د ورکو خلکو ستونزې د حل په موخه ورسره پوځي او سیاسي مشرانو ژمني کړي خو په خبره یې عملي کړي یې نه دي.

"د ورکو خلکو لپاره د پنډۍ په پوځي مرکز کې هم ځایې جوړ شوی دی او د پوځ ویاند راسره ژمنه کړې ده چې دا د ورکو کسانو په پیدا کولو کې مرسته وکړي خو تراوسه پکې پرمختګ نه دی شوی. د حکومتي کمیشن سره هم یوازې د ورکو خلکو په اړه شکایتونه لیکل کیدلی شي. دا ډېره ورو پروسه ده. د خلکو د ورکیدو سلسله هم روانه ده، دغه اقدامات د دې مسلې حل نه دی."

جنجوعه وویل حکومت ته یې د انعام الرحیم اېډوکېټ د پیدا کولو لپاره وخت ورکړی او که هغه پیدا نه کړل شو نو د هغوی تنظیم، نور فعالان او د وکیلانو اتحادیه د جمعې له ورځې احتجاجي کمپین پېل کړي.

په پاکستان کې د خلکو د لادرکه کیدنۍ لړۍ له ډېره وخته روانه ده. د بلوچستان په ګډون د پاکستان له نورو برخو وخت وخت د خلکو د لادرکه کیدنې راپورونه مخې ته راځي. په قبایلو کې د خلکو د ورکیدنې لړۍ وروسته له هغې زیاته شوي چې په۲۰۱۱ز کې د سیمې لپاره اېکشن این اېډ سیول پاور ریګولیشن په نامه قانون جوړ شو.

د لادره خلکو د ستونز د حل کېدو لپاره یو حکومتي کمېشن هم کار کوي چې له شپږو زرو ډېر خلکو پکې خپل کېسونه ثبت کړي. کمیشن وایي دوه نیم زره کیسونو حلول ورته پاتې دي.

د ورکو خلکو ځینې خپلوان او د بشري حقونو تنظیمونه د خلکو د لادرکه کېدنې تور پر امنیتي ادارو لګوي خو هغوی تل دا رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG