د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنه لري چې راتلونکى کال به د افغانستان لپاره د خوړو خونديتوب له کبله د اندېښنې وړ وي.
دغه سازمان اټکل کړى چې راتلونکى۲۰۲۰ز کال به تر ١٤ میليونه او درې لکه کسان په افغانستان کې خوړو ته اړ وي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو د ډېسېمبر پر۱۶مه د ملګرو ملتونو امنيت شورا غونډې ته وويل، په افغانستان کې د اړو کسانو د مرستې لپاره سلګونه میليونه ډالرو ته اړتيا ده.
نوموړی وايي: "هيله من يو راتلونکى کال اووه میليونه او يو لک افغانانو ته ځانونه ورسوو، دغه هدف ته د رسېدو لپاره به ٧٣٣ میليونه امريکايي ډالرو ته اړتيا ولرو."
افغانستان حکومت اړو کسانو ته د مرستې رسول داسې پروسه ګڼي چې کورنۍ او نړيوالې ادارې او خيريه بنسټونه ورته په ګډه کار وکړي.
د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزير نجيب اقا فهيم تېر ماښام ازادي راډيو ته هغه عاملونه چې اړو کسانو ته د مرستې رسونې بهير زيانمنوي داسې په ډاګه کړل:
"په دې کې شک نشته چې اصلي علت جګړه ده، د جنګ او ناامنۍ ترڅنګ طبيعي پېښو هم دغه وضعيت راوستى دى، په يوه نېستمن هېواد کې د خلکو د شمېر زياتېدل هم دا قضيه لاپېچلې کوي."
د ملګرو ملتونو او حکومت ترڅنګ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون هم په افغانستان کې د بې وزلۍ پر زياتېدو اندېښنه ښيي.
د دغه کمېسيون وياند شکرالله مشکور د ډېسېمبر پر ۱۷مه ماښام له ازادي راډيو سره په خبرو کې د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي چې اوسنى بحراني وضعيت ختم شي:
"د جنګونو او سياسي کشمکشونو له امله د فقر کچه ورځ تر بلې په زياتېدو ده، فقر کولاى شي د بشري حقونو نقض ته مستقيماً زمينه برابره کړي، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په دې اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او هيله کوي چې د جنګ خواوې دې، اوربند او سولې ته غاړه کېږدي چې حکومت په ټوله کې وکړاى شي چې د پراختيايي پروژو او د فقر د کچې ټيټولو لپاره لازم تدابير تر لاس لاندې ونيسي."
د ملګرو ملتونو سازمان وايي، افغانستان به له هغو کسانو سره چې بشري مرستو ته اړتيا لري د مرستې او اقتصادي پراختيا لپاره پر بهرنيو مرستو متکي وي.
د ملګرو ملتونو د مرستندوى ماموريت يا يوناما وروستى راپور ښيي چې د ٣٤ ولايتونو له ډلې د ٢٥ ولايتونو اوسېدونکي له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ او عاجلو مرستو ته اړ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې يا اوچا (OCHA) هم د ډېسېمبر پر ۱۷مه په يوه اعلاميه کې ويلي، افغانستان حاضر دمه د ټولې نړۍ په سطحه له مرګوني بحران سره مخامخ دى.
د دې ادارې په خبره، د جنګونو دوام، ملکيانو په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته ورپېښ ګواښونه د ګڼو خلکو د بې ځايه کېدو سبب شوي چې ورسره د افغانستان اقتصاد هم له بې ثباتۍ سره مخامخ شوى دى.
د فېسبوک تبصرې