د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اپوزیشن ګوندونو مشرانو ضمانتونه جوړجاړی که نور څه؟


پخوانی صدر اصف علي زرداري، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او پخوانی وزیر اعظم میا نواز شریف
پخوانی صدر اصف علي زرداري، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او پخوانی وزیر اعظم میا نواز شریف

پراګ ـ په پاکستان په ورستیو کې د اپوزیشن ګوندونو نیول شوي مخکښان په ضمانتونو پریښودل شوي. د مسلیم لیګ یو مشر او پخوانی وزیر اعظم نوازشریف او د هغه لور مریم نوازشریف په نومبر کې په ضمانت خوشی شوي او د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري ضمانت د ډېسمبر پر ۱۱مه منظور شو.

درې واړه مشران په بېلا بېلو تورونو نیول شوي و. عدالت دواړو مشرانو ته د ناروغۍ له وجې ضمانتونه ورکړي.

د سیاسي چارو پوهه ډاکټر سرفراز خان وایي، د اپوزیشن ګوندونو مشرانو ضمانتونو دا جوته کړه چې په پاکستان کې سیاسي حالات د بدلون لور ته روان دي. او اپوزیشن او مقتدر قوتونه په ځینو نکتو جوړجاړي ته رسېدلي دي.

"په پاکستان کې دا یو تاثر دی چې اصل واک له اسټبلشمنټ سره دی. په ورستیو کې د اپوزیشن د مخکښانو ضمانتونه دا جوتوي چې د مقتدر حلقو او اپوزیشن ترمنځ اړیکې د پخوا راهسې ترینګلې نه دي پاتې او یو څه جوړجاړی شوی دی."

ډاکتر سرفراز خان وایي د اکتوبر په میاشت کې په اسلام اباد کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ احتجاجي ناستې او همدا راز د پوځي مشر د کاري مودې غځولو په اړه د سپریم کورټ لخوا د قانون سازۍ حکم د اپوزیشن اهمیت زیات کړی دی.

په ورستیو کې د اپوزیشن د مخکښانو ضمانتونه دا جوتوي چې د مقتدر حلقو او اپوزیشن ترمنځ اړیکې د پخوا هسې ترینګلي نه دي پاتې او یو څه جوړجاړی شوی دی
ډاکټر سرفراز خان

د نومبر په میاشت کې د پوځ د اوسني مشر جنرل قمر جاوید باجوه د کار وخت پای ته رسېدو خو حکومت دغه موده درې نور کلونه غځوله. په دې لړ کې سپریم کورټ حکومت ته حکم وکړ چې په شپږو میاشتو کې د لوی درستیز (پوځ مشر) کاري مودې غځولو په لړ کې قانون سازي وکړي.

قانون پوهه او د سپریم کورټ بار پخوانی مشر کامران مرتضی بیا وایي، یو خو دواړو مشرانو ته ضمانتونه د ناروغۍ له وجې ورکړل شوي او بل د دواړو پر ضد مقدمې له پېله قوي نه وې.

"که له قانوني اړخه په دې مشرانو د نېب لخوا جوړو کېسونو ته وګورو نو دا کمزوري و. زه دا نشم وېلې چې دا کېسونه دروغ یا ریښتیا و خو تخنیکي اړخ یې کمزوری و. د بده مرغه په پاکستان کې دا ده چې کله یو څوک په بند کې وي نو په کېس کې زور هم وي خو چې سړی خوشی شي نو کېس هم کمزوری شي."

کامران مرتضا وایي، له دې مخکې هم داسې شوي چې پر ځینو خلکو مقدمې جوړې شوي او بیا څه وخت وروسته د جوړجاړي وروسته کېسونه ختم کړل شوي دي.

اصف علي د احتساب قامي ادارې یا نېب د جعلي اکاونټونو او نوازشریف د لندن په ایونفیلډ کې د مبنیه درغلۍ په پیسو د کورنو اخیستو په تور نیولي ول.دواړو مشرانو پر هغوی لګول شوي تورونه رد کړي او دا مقدمې یې سیاسي انتقام بللی. خو نیب وایي په خپلو کارونو کې خپلواکه او بې طرفه ده.

تېر کال په اګست کې په واک تر راتلو وروسته وزیراعظم عمران خان د احتساب کولو او په دې لړ کې د جوړجاړي نه کولو په اړه په بیا بیا ویلي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG