د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ازادۍ مارچ" څه لاسته راوړنی لرلي دي؟


د حکومت ضد ازادي مارچ کې محمودخان اڅکزی هم زیاتره د مولانا فضل الرحمان سره یو ځایي وي.
د حکومت ضد ازادي مارچ کې محمودخان اڅکزی هم زیاتره د مولانا فضل الرحمان سره یو ځایي وي.

پراګ ـ په اسلام اباد کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ حکومت ضد د اپوزیشن ګوندونو د ازادۍ مارچ نن اتمه ورځ ده.لاریون کونکو د وزیراعظم عمران خان استعفا او د د پوځ له نګرانۍ پرته د بیا انتخاباتو ترڅنګ څلور غوښتنې لري.

د اکتوبر په ۲۷ له کراچۍ د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کېاپوزیشن ګوندونو حکومت مخالفه لاریون پېل کړ نو یوه غوښتنه یې دا هم وه چې د احتساب قامي اداره (نېب) دې د اپوزیشن د نیول شوي مشران خوشې کړي.

ه رسنیو هم بندیز و، خو د مارچ وروسته داسې ښکاري چې رسنیو او عدالتونه لږ ډېر ډاډمن شوي دي
ډاکټر سرفراز خان

د لاریون تر پېلېدو یوه ورځ مخکې د اپوزېشن ګوند مسلیم لیګ ن رهبر نواز شریف د درغلۍ په کېس کې ضمانت منظور شو. په اسلام اباد کې د پرلت وهلو پر څلورمه ورځ د شریف د لور مریم نوازشریف هم په ضمانت له زندانه خوشې شوه. د سیاسي چارو پوهه ډاکټر سرفراز خان د اپوزیشن د مهمو مشرانو خلاصېدنه د لاریون لاسته راوړنه ګڼي. هغه وایي له لاریونه وړاندې د اپوزیشن په وړاندې د حکومت رویه ډېره سخته وه، خو له اوس پکې نرمي راغلې.

"مولانا فضل الرحمان د عدالتونو په باره کې هم ویناوې وکړې. جج قاضي فایز عیسی او جج شوکت صدیقي په باره هم خبرې وکړې، په دغو ججانو کي یو حکومت لېرې کړی او د بل پر خلاف یې ریفرنس استولی دی. په رسنیو هم بندیز و، خو د مارچ وروسته داسې ښکاري چې رسنیو او عدالتونه لږ ډېر ډاډمن شوي دي"

دا لاریون وزیراعظم د استعفا او یا د پارلیمان دننه بدلون نشي راوستلی. اپوزیشن ګوندونه خپلې ګټې اخلي او د لاریون نه شاته کیږي. شاید مولانا ته لږ ډېر نور مراعات ورکړل شي او احتجاج ختم شي
ډاکټره هماناز بقایي

په کراچۍ پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو ښوونکې ډاکټره هما ناز بقایي وایي، له لاریونه جمعیت علما اسلام ف ځان بیا د پاکستان په سیاست کې د تکړه لوبغاړي په توګه ثابت کړ.

"د پاکستان په سیاست کې مذهبي کارډ ډېر اغېز لري، مولانا دا هم وکاروه او حقیقي واکمنو ته یې هم وښود. دا لاریون وزیراعظم د استعفا او یا د پارلیمان دننه بدلون نشي راوستلی. اپوزیشن ګوندونه خپلې ګټې اخلي او د لاریون نه شاته کیږي. شاید مولانا ته لږ ډېر نور مراعات ورکړل شي او احتجاج ختم شي اوس هم لاریون ورځ تر بلې لاریون کمزوری کیږي."

د اپوزیشن ګوندونو سره د خبرو لپاره حکومت کمیټي جوړه کړې چې تراوسه یې درې ځل کتلي خو لا هم کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي.

که څه هم د جمعیت علما اسلام کارکنان ډېرې سختې برداشت کولی شي خو په دې موسم کې احتجاج ګران دی. دغه شان د مولانا غوښتنې هم پوره واضحه نه دي
رحیم الله یوسفزی

په پېښور کې کارپوه رحیم الله یوسفزی د نوازشریف او مریم نواز له زندانه خوشې کېدل د لاریون نه بلکې د نوازشریف د ناروغۍ نتیجه ګڼي. نوموړی وایي لاریون پر حکومت فشار نه دی اچولې ځکه چې یو خو احتجاجیان له ډي چوک او له حکومتي ودانیو لېرې دي او بل حکومت فکر کوي چې د موسم د بدلیدو سره به پرلتوال پخپله ستانه شي.

"پرلتوال اوس د پېښور موړ سره ناست دي، دا ځایې له حکومتي ودانیو لیری دی. بل یخني هم ده، بارانونه هم وشول، ."

رحیم الله یوسفزی وایي، تراوسه دا وړاندینه ګرانه ده چې د مولانا فضل الرحمان د ازادۍ مارچ راتلونکی به څه وي، او څومره لاسته راوړنې به ولري.

مولانا فضل الرحمان د حکومت پرضد لاریون کې څلور غوښتنې لري چې پکې د وزیراعظم عمران خان استعفا، د پوځ له ګمارنې پرته انتخابات، د احتساب قامي ادارې نیب لخوا سیاسي ګوندونو د نیول شویو مشرانو خوشې کول او په ایین کې اسلامي دفعاتو د تحفظ غوښتنې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG