د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د دوو کسانو د وژنکو نیولو لپاره احتجاج شوی


د کورمې د سدی ښار تاجرانو او دوکاندارانو په یوه احتجاجي مظاهره کې له حکومته غوښتنه کړې چې په کورمه کې د دوو کسانو وژونکي ونیسي

د اکتوبر پر ۱۹مه سهار د سدې په بازار کې ټول دوکانونه او مارکیټونه په مکمله توګه بند وو او ټل – پاړه چینار سړکونه هم تړل شوي وو.

د ځايي دوکاندارانو اتحاديې یو مشر ملک مومین خان وايي، حکومت ته یې ویلي وو چې غوښتنو ته یې پام ورکړي خو هغوی داسې ونه کړل نو مجبوره شول چې احتجاج وکړي.

د اکتوبر پر ۱۵مه د منډا سیمې فضل رحیم او د هغه زوی عبدالرشید هله په یاقوبیو کې ووژل شو چې هغوی په عدالت کې د دوو نجونو تښتولو په کېس کې د پېشۍ لپاره پاړه چینار ته ورغلي ول.

تر هغې وروسته د سیمې اوسېدونکو احتجاجونه وکړل او مړي یې د سدی په چوک کې کښېښودل او سړکونه یې وتړل.

د اکتوبر پر ۱۹مه یو وارې بیا د خپلو غوښتنو په حق کې د سیمې اوسېدونکو احتجاج کړی چې له کبله یې هلته ټول دوکانونه بند وو.

بد سیمې انتظامیې مشر ډپتي کمیشنر شاه فهد وايي، د دوو کسانو په وژلو کې ککړ یو ملزم نيول شوی خو په کېس کې مطلوب د دوو نورو لپاره د دوی هڅې روانې دي.

دوه کاله وړاندې د بره کورمې بغدۍ دوه نجونو خپل شیعه مذهب تر بدلو وروسته د منډا سیمې د سني مذهب له دوو هلکانو سره ودونه کړي وو چې پر دغه د هغوی کورنۍ د نجونو د واپسۍ غوښتنه کوله خو دوی ورته انکار کړی و.

که څه هم هغه نجونه او هلکان د مرک له ویرې خپله سیمه پریښي وې خو هغوی په هغه وخت د ویډیو له لارې دا اقرار کړی و چې دوی په خپله خواښه دا هر څه کړي او چا ورباندې هېڅ زور نه شته.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG