نیو یارک - د مرکزي او جنوبي اسیا چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویلي، واشنګټن غواړي چې هند ژر تر خپل واک لاندې کشمیر کې پر وګړو لګېدلي بندیزونه نرم کړي.
الېس وېلز د سېپټېمبر ۲۶مې پر مازیګر خبریالانو ته وویل، امریکا "هیله لري چې [هند] ژر بندیزونه ختم کړي او نیولي کسان خوشې کړي."
د اګست پر پېنځمه د کشمیر د ځانګړي اییني حیثیت تر ختمولو وروسته نوي دلي په سیمه کې د خلکو پر ازاده تګ راتګ بندیز لګولی، انټرنېټي او ټېلېفوني شبکې یې تړلې دي او سلګونه سیاستوالان او فعالان یې بندیان کړي دي.
پر دې سربېره په سیمه کې د هند د اقداماتو ضد مظاهرې شوې دي.
الېس وېلز په خبرو کې وویل، که نوی دلی او اسلام اباد وغواړي نو ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې منځګړتوب ته تیار دی.
وېلز البته وویل چې هندي وزیراعظم نرېندرا مودي د کشمیر په کشاله کې هر راز بهرنۍ مداخله رد کړې.
ټرمپ د نوموړې تر څرګندونو یوه ورځ مخکې له مودي او له پاکستاني وزیراعظم عمران خان سره جلا ملاقاتونه وکړل او څو ځلې یې د کشمیر په لانجه کې د منځګړتوب وړاندیز کړی چې اسلام اباد یې هرکلی کړی دی.
هندي پارلېمان او حکومت د اګست پر پېنځمه د جمو او کشمیر کورواکي ختمه کړه او د هېواد اساسي قانون یې وروغځاوه.
پاکستان د اقدام غندنه کړې او ژمنه یې کړې چې پر نړیوال کچ به یې پر ضد ډېپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکوي. خو نوی دلی وايي، کشمیر یې کورنۍ موضوع ده چې پکې هېچا ته د مداخلې اجازه نه ورکوي.
پاکستان او هند دواړه پر کشمیر دعوه لري خو ځینې برخې یې د نوي دلي او ځینې یې د اسلام اباد تر واک لاندې دي.
دواړو هېوادونو له ۱۹۴۷ز کال راهیسې دوه ځلې د کشمیر پر سر جنګ هم کړی دی.