د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټر کليم الله به په زندان کې قيديانو ته زدهکړې ورکولې


ډاکټر کليم الله به په زندان کې قيديانو ته زدهکړې ورکولې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:43 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

جمهوري غږونه د مشال راډیو خپرونه ده چې پکې له هغو سیاستوالانو، خبریالانو، پوهانو او فعالانو سره مرکې کېږي چې په پاکستان کې یې د ولسواکۍ او د حقونو لپاره د مبارزې پر مهال زندانونه تېر کړي، مشکلات یې ګاللي او ځورېدلي دي. ددې لړۍ بله برخه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د يو مشر ډاکټر کليم الله په اړه ده. نوموړی په ۱۹۸۳ م کال کې د ضياوالحق د مارشلا پرضد په کوټه کې د راوتلې هغې مظاهرې ګډون وال وو چې ورباندې پوليسو ډزې وکړې اوسياسي کارکنان يې ووژل. پردې مهال هغه او په سلګونو نور سياسي کارکنان ونيول شول او تر يوه نېم کال پورې زندان ته واچول شول. دې پروګرام جوړونکی عبدالحی کاکړ دی. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG