د لاسرسي ځای

تازه خبر

تېر کال د شام او افغانستان میلیونونه وګړي کډوال شوي: م.م 


د کډوالو یو پخوانی انځور. عکس له ارشیفه
د کډوالو یو پخوانی انځور. عکس له ارشیفه

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې راپور وايي په نړۍ کې تېر کال شا وخوا اووه کروړه لس لاکه خلک له جنګونو، ځورونو او نور تشدد له وجې بې کوره شوي دي.

دا شمېره چې د ۲۰۱۷ م کال پرتله شل لکه زياته ده په تېرو شا و خوا ۷۰ و کلونو کې د بې کوره شوو تر ټولو غټه هفه ده. دا کلنی راپور چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اعلا کمشنر يې خپروي پکې د ۲۰۱۸ م کال تر پايه د کډوال شویو، پناه غوښتونکیو او په هېوادونو کې دننه د بې کوره شویو کسانو شمېرې دي.

په دې کې ځينې هغه کسان هم شامل دي چې له لسيزو راهيسې يې له خپلو کورنو بهر ژوند کړی دی.

په دې راپور کې شام په لومړي نمبر دی چې په ۲۰۱۸ م کال کې يې تر ټولو زيات ۶.۷ ميليونه وګړي کډوال شوي دي. په شام پسې دويم نمبر د افغانستان دی چې ۲۷ لکه خلک يې کډوال شوي دي.

دا راپور يوه ورځ مخکې پر داسې وخت خپور شوی چې نن د جون پر ۲۰ مه د کډوالو نړيواله ورځ ده.

د راپور خپرولو پر ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اعلا کمشنر فېلپوو ګرانډي وويل هغه غواړي چې د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ګډون د کډوالو نور کوربانه هېوادونه په دې خبر کړي چې کډوال د روزګارونو او امنيت لپاره د خطر په توګه وړاندې کول د دې هېوادونو لپاره تاواني خبره ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په کلني راپور کې د هغو خلکو شمېره هم ورکړل شوې چې د خپل ژوند ژغورلو په خاطر تر دريابونو، صحراګانو، سمندرونو،اغزنو تارونو او نورو خنډونو تېرېږي او په دې سره د حکومتونو له ځورونو، ډله ييزه وژنو، جنسي تېريو، وسله والو بريدونو او له نور تشدده ځان بچ کړي.

ګرانډي وايي له بده مرغه دا وخت له نویو جنګونو نور خلک کډوالېږي چې ورسره د کډوالو زړه شمېره نوره زياتېږي او د پخوانيو کډوالو ستونزه لا هم نه ده حل شوې.

XS
SM
MD
LG