بندي نظيف لالا به د بالاحصار پر خښتو جمهوريت زنده باد ليکه
جمهوري غږونه د مشال راډیو خپرونه ده چې پکې له هغو سیاستوالانو، خبریالانو، پوهانو او فعالانو سره مرکې کېږي چې په پاکستان کې یې د ولسواکۍ او د حقونو لپاره د مبارزې پر مهال زندانونه تېر کړي، مشکلات یې ګاللي او ځورېدلي دي. ددې پروګرام بله خپرونه د سياسي مبارز محمد نظيف چې د نظيف لالا په نوم شهرت لري، په اړه ده. نوموړي د جنرال ضياوالحق د مارشلا ضد مبارزې پر مهال څو واره زندان ته اچول شوی دی. هغه د پېښور د قلعه بالا حصار په هغه کوټه کې ساتل شوی وو چې پکې يو وخت د بنګله دېش پخوانۍ وزيراعظم شيخ مجيب الرحمن قيد وو. نطيف لالا به د عقوبت خانې پر خښتو امريت مرده باد او جمهوريت زنده باد نعرې ليکلې. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
جولای ۱۷, ۲۰۱۹
ډاکټر کليم الله به په زندان کې قيديانو ته زدهکړې ورکولې
-
جولای ۱۴, ۲۰۱۹
د عبدالحي بلوڅ د نيولو لپاره الوتکه له اسمانه راکوزه کړل شوه
-
جولای ۰۸, ۲۰۱۹
د ميا افتخار حسين د زندان او د زوی وروژلو کيسه
-
جون ۱۹, ۲۰۱۹
د شهاب خټک د زندان کيسه
-
جون ۱۶, ۲۰۱۹
د محقق او ليکوال همېش خليل د زندان کيسه
-
جون ۱۳, ۲۰۱۹
نقيب جان د حيات شېرپاو د قتل عينی شاهد دی