د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د مخکنیو ناستو په دوام د اپریل پر درېمه له غرمې مخکې د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل.
د ولسمشر دفتر د اپریل پر درېمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په دې کتنه کې چې د هېواد یوشمېر سیاسي او جهادي شخصیتونو هم ناست وو چې له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه یې خپل نظرونه شريک کړل.
خليلزاد د امريکا په استازيتوب پنځه ځلې په قطر کې له طالبانو سره د افغانستان سولې په اړه خبرې کړې دي او ويلي يې دي چې دا لړۍ به دوام لري.