چارواکي وايي، په کابل کې په چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي او ۲۳ ټپيان دي.
د افغانستان روغتيا وزارت وايي، چاودنه د کارتي سخي مزار سره نزدي شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي مشال راډیو ته وویل چې نن د مارچ پر ۲۱ مه سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د کابل د پولیسو د درېمې حوزې په علي اباد سیمه کې درې ځای پرځای شوي ماینونه و چاودېدل.
چارواکي د پېښې څرنګوالي په اړه جلا جلا بیانونه ورکوي.
د افغانستان دفاع وزارت په ټويټر پاڼه ليکلې چې د ولسي وګړیو پر کورونو د نوروز په غوڼدو درې راکټونه توغول شوي دي.
د وزارت په خبره پوليسو بريدګر نيولي دي.
بلخوا عیني شاهدان وايي چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل چې یوه ښځه او بل هغه يې ماشوم دی او ۱۵ ټپیان د علي اباد روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی منلی.