د لاسرسي ځای

تازه خبر

تشې خبرې دي د فاټا رغولو هېڅ پلان نه شته: ایاز وزیر


تشې خبرې دي د فاټا رغولو هېڅ پلان نه شته: ایاز وزیر
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:32 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

​د پاکستان په سېنېټ کې د پلانونو او پرمختيا قايمه کميټۍ د قبايلي سيمو بشپړي بيا رغونې په اړه د جنورۍ په ۲۴مه غونډه وشوه. په غونډه کې د قبايلي سيمو لپاره لس کلن اصلاحاتي پلان ته عملي شکل ورکولو په اړه خبري وشوي. تر غونډې وروسته د يادې کميټۍ غړي سېنېټر هدايت الله مشال راډيو ته وويل چې د يو څو محکمو چارې له وفاق سره پاتې دي او د فرورې په پای کې به د انضمام بهير بشپړ شي. د پاکستان سېنېټ قايمه کميټۍ په داسي حال کې د قبايلي سيمو اصلاحاتي پلان د ارزوني سپارښتنه کړي چې د جنورۍ په ۲۳مه د خيبر پښتونخوا ايپکس کميټۍ په غونډه کې د ایف سي او لیویزو په پولیسو کې د باقاعده ورګډولو پرېکړه وشوه. په هغه غونډه کې قبايلي ضلعې په ملکي بهیر کې د راوستو لپاره د پرمختګ پر هراړخیزه پېکېج هم خبري وشوې. خو د قبايلي چارو پوه اياز وزير وايي موجوده حکومت سره د اصلاحاتو عملې کولو هيڅ پلان نه شته. له نوموړي سره ګل اياز مرکه کړي چې دلته يې اوريدلې شئ.

​د پاکستان په سېنېټ کې د پلانونو او پرمختيا قايمه کميټۍ د قبايلي سيمو بشپړي بيا رغونې په اړه د جنورۍ په ۲۴مه غونډه وشوه. په غونډه کې د قبايلي سيمو لپاره لس کلن اصلاحاتي پلان ته عملي شکل ورکولو په اړه خبري وشوي. تر غونډې وروسته د يادې کميټۍ غړي سېنېټر هدايت الله مشال راډيو ته وويل چې د يو څو محکمو چارې له وفاق سره پاتې دي او د فرورې په پای کې به د انضمام بهير بشپړ شي. د پاکستان سېنېټ قايمه کميټۍ په داسي حال کې د قبايلي سيمو اصلاحاتي پلان د ارزوني سپارښتنه کړي چې د جنورۍ په ۲۳مه د خيبر پښتونخوا ايپکس کميټۍ په غونډه کې د ایف سي او لیویزو په پولیسو کې د باقاعده ورګډولو پرېکړه وشوه.
په هغه غونډه کې قبايلي ضلعې په ملکي بهیر کې د راوستو لپاره د پرمختګ پر هراړخیزه پېکېج هم خبري وشوې. خو د قبايلي چارو پوه اياز وزير وايي موجوده حکومت سره د اصلاحاتو عملې کولو هيڅ پلان نه شته. له نوموړي سره ګل اياز مرکه کړي چې دلته يې اوريدلې شئ.
XS
SM
MD
LG