د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: ترافیکي پېښه ۲۵ کسان وژل شوي


د پاکستان سيند صوبې ته نېږدې د بلوچستان په لسبېله کې د جنورۍ پر ۲۱مه ماښام د سپرلیو یو بس او د تیلو د لارۍ ترمنځ د ټکر په نتیجه کې ۲۵ کسان وژل شوي او۱۶ نور ټپیان دي.

چارواکي وایي د ګڼو نورو حالت هم خراب دی او زیاتره ژوبل کسان د لسبېلې او حب روغتونونو ته وړل شوي دي.

د لسبیله ډپټي کمشنر شبیر مینګل د جنورۍ پر ۲۱مه ماښام مشال راډیو ته وویل چې بس له کراچۍ د پنجګور پر لور روان وو چې په لسبېله کې چمن هوټل ته نېږدې د تیلو له یوې لارۍ سره وجنګېدلو او اور یې واخیست.

په وژل شوو او ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د بلوچستان وزیر اعلی جام کمال له ځايي انتظامي چارواکو د پېښې تفصیل غوښتی او د ټپیانو د علاج لپاره یې د ضروري ګامونو پورته کولو امر کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG