د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېموکراټانو د استازو جرګې او رېپبلېکنانو د سېنېټ اکثریت تر لاسه کړی


د انتخاباتو نتیجې ښيي چې رېپبلېکن ګوند په سېنېټ کې خپل اکثریت پر ځای ساتلی
د انتخاباتو نتیجې ښيي چې رېپبلېکن ګوند په سېنېټ کې خپل اکثریت پر ځای ساتلی

پراګ - د امریکا د منځمهاله انتخاباتو پایلې ښيي چې ډېموکراټانو د استازو په جرګه کې اکثریت تر لاسه کړی او رېپبلېکنانو پر سېنېټ خپل کنټرول پر ځای ساتلی.

ډېموکراټانو ژمنه کړې چې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ محاسبه به کوي.

د امریکا د کانګرس د استازو جرګه ۴۳۵ څوکۍ لري او ښکاري چې ډېموکراټانو د تېر پرتله پکې له ۲۵ زیاتې څوکۍ ګټلې دي او په دې توګه یې اکثریت ترلاسه کړی.

د ډېموکراټانو بریا ښيي چې ولسمشر ټرمپ به ښايي له د خپلې واکمنۍ په پاتې دوو کلونو کې له زیاتېدونکي فشار سره مخامخ وي.

دا ځکه چې ډېموکراټان به اوس د نوموړي حکومتي واک او اختیار وڅارلی شي. هغوی به وکولای شي چې د ټرمپ د قانوني مسودو د منظورۍ مخه ونیسي او ښايي د ۲۰۱۶ز کال د ولسمشریزو انتخاباتو کیمپېن پر مهال د ټرمپ د ملګرو او د روسیو چارواکو ترمنځ د رابطو په اړه نوې پلټنې پیل کړي.

دا هم ممکنه ده چې ډېموکراټان د نوموړي د مالیو یا ټیکسونو په اړه هم تحقیقات وکړي.

د ولسمشر ټرمپ بیان

ولسمشر ټرمپ دې احتمال ته په کتو د نومبر پر اوومه پر ټوېټر یو بیان خپور کړ او ویې لیکل چې که ډېموکراټانو په انتخاباتي کیمپېن کې د ده د پلویانو او روسانو ترمنځ د اړیکو پلټنې پیل کړې، نو دی به یې ځواب ورکړي.

ټرمپ لیکلي: "که ډېموکراټان فکر کوي چې د استازو د جرګې پر کچ به زموږ په اړه پر پلټنو د مالیه ورکوونکو پیسې ضایع کړي نو موږ به دې ته اړ شو چې د ټولو پټو معلوماتو د افشا کولو په تور یې په اړه د سېنېټ پر سطح تحقیقات وکړو. موږ دواړه دا لوبه کولای شو."

د نومبر پر شپږمه امریکايي ولس د استازو جرګې ټولو، د سېنېټ له ۱۰۰ څخه پر ۳۵ او له ۵۰ ایالتونو څخه د ۳۶ د والیانو ټاکلو لپاره رایې واچولې.

که د ټرمپ د کیمپېن د ډلې او روسیې ترمنځ د تعلقاتو او یا داچې نوموړي ګواکې د عدالتي کارروایۍ مخه نیولې، په اړه شواهد وموندل شول، نو د استازو په جرګه کې د ډېموکراټانو ساده اکثریت به د ټرمپ د مواخذې لپاره کافي وي.

خو نوموړی تر هغو له دندې نشي لرې کېدای چې د رېپبلېکنانو تر واک لاندې د سېنېټ ۶۶ فیصده غړو یې پر ضد رایه نه وي ورکړې.

د استازو په جرګه کې د رېپبلېکنانو پر بایلات سربېره، ټرمپ د نومبر شپږمې شپې ناوخته پر توېټر نتیجې د "یوې لویې بریا" په نوم یادې کړې او "د ټولو مننه" یې وکړه.

ټاکل شوې چې نوموړی د نومبر پر اوومه په واشنګټن کې خبري غونډې ته وینا وکړي.

په دې انتخاباتو کې خلک په اوږدو کتارونو کې ولاړ ول او په ځېنو ځایونو کې د کمپیوټري مشینونو خرابوالي رپورټونه هم ورکړل شول.

د شپې ناوخته د لومړنیو نتیجو تر راتګ وروسته د ولسمشرۍ تېرو ټاکنو ته د ډېموکراټ ګوند نوماند برني سینډرز په وینا کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ناسمو خبرو په کولو تورن وکړ:

"[ټرمپ] هغه څه کوي چې زما په ټول ژوند کې هېڅ ولسمشر نه دي کړي او هغه دا چې پر ځای د دې چې امریکایی ولس یو کړي، هغه زموږ د پوستکي د رنګ پر اساس، زموږ د اصلي وطن [یا نسل]، زموږ د مذهب او جنس پر اساس د وېشلو هڅې کوي."

د نومبر پر شپږمې ناوخته ټرمپ پر ټوېټر په یوه بیان کې د ټاکنو لومړنۍ نتیجې د "یوې لویې بریا" په نوم یادې کړې او "د ټولو مننه" یې وکړه.

ټاکل شوې چې نینسي پلوسي د استازو جرګې نوې مشره شي
ټاکل شوې چې نینسي پلوسي د استازو جرګې نوې مشره شي

د استازو په جرګه کې د ډېموکراټانو مشرې نینسي پلوسي وویل، "[د نومبر اوومه] به د امریکا لپاره نوې ورځ وي."

ټاکل شوې چې نوموړې د استازو د جرګې نوې مشره شي.

د نینسي پلوسي د وینا ویډیو

نینسي پلوسي ټولو نوماندانو ته مبارکي وویله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:40 0:00

خپلو پلویانو ته په وینا کې پلوسي وویل، ډېموکراټان به د هېوادوالو د یووالي لپاره کار وکړي:

"د ډېموکراټانو په اکثریت جوړ کانګرس به پر هغو حللارو کار کوي چې موږ ټول متحدوي ځکه چې موږ ډېره موده تقسیم پاتې شوي یو چې نور بس دی. امریکایان سوله غواړي، هغوی [د پالیسیو] نتیجې غواړي، ولس غواړي چې موږ داسې کارونه وکړو چې د هغوی د ژوند لپاره مثبتې پایلې ولري."

ایالتي نتیجې

امریکايي ولسمشر د کانګرس ترڅنګ د ۳۶ ایالتونو د والیانو او د ایالتي جرګو د استازو ټاکلو لپاره هم رایې ورکړې.

له نتیجو سره سم، د ډېموکراټ ګوند کاندیدانو د اېلېنای، کینسس، میشیګن، نیو میکسیکو، وېسکانسن، مېن او نواډا د والیانو څوکۍ وګټلې.

ډېموکراټانو دا ځل هم د کیلیفورنیا، پېنسلوېنیا، مېنېسوټا، اورېګان، هوايي او کولراډو د والیانو څوکۍ خپلې کړې.

هلته رېپبلېکنانو د ایووا، ایډهو، وېرمانټ، فلورېډا، میساچوسېټس او جنوبي ډکوټا د والیانو څوکۍ بیا ګټلې دي.

XS
SM
MD
LG