منظور پښتین: د تورې شپې مرګونه زموږ په کلتور کې نشته
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پښتنو د کلتوري ارزښتونو بیاژوندي کول اړین دي. نوموړي د اکتوبر د شپږمې پر ماښام په نیمه قبایلي سیمې بکه خېلو کې یوې کلتوري او ادبي غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې د پښتنو په کلتور کې د بهرنیو ارزښتونو مخنیوی مهم دی. غونډې ته نورو پوهانو هم ویناګانې وکړې، پکې مشاعره وشوه او ځوانانو د موسیقۍ په محفل کې اتڼونه وکړل. ویډیويي رپورټ.