امریکا پر دریو بهرنیو کمپنیو په دې تور بندېزونه لګولي چې د شمالي کوریا د اټومي پروګرام د فنډونو لپاره د سامان په لېږد کې ورسره غیرقانوني مرسته کوي.
د امریکا خزانې وزارت د اګست پر ۱۵مه وویل چې دغه مال وړونکې کمپیانې په چین، سنګاپور او روس کې مرکزونه لري.
وزارت ویلي د روسي کمپنۍ د مشر په ګډون د دغو کمپنیو خلاف کاروايي کوي.
په دغه ګام سره به د دغو کمپنیو اثاثې که په امریکا کې وي، منجمدې به وګرځي او امریکایان ورسره تجارتي ورکړه راکړه هم نه شي کولای.
له پیانګ یانګ سره د مستقیمو خبرو اترو باوجود واشنګټن له شمالي کوریا غواړي چې خپل اټومي پروګرام دروي او په موجوده نړیوالو بندېزونو دې پوره عمل وکړي.