د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغانستان ستونزه په سوله هورېدلی شي'


پاکستان او چین په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې هڅو لپاره کمک نور هم په مضبوطولو اتفاق کړی دی او ویلي دي چې درې واړه ګاونډي هېوادونو به خپلمینځيو موثره اړیکو ته وده ورکوي.

د ګل په ماښام د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي شي جن د پاکستان خارجه سیکټرې تهمینه جنجوعه سره په اسلام اباد کې ملاقات کړې دي.

د پاکستان خارجه وزارت د بیان ترمخه چې دواړو چارواکیو د افغانستان تلپاتې سولې او ثبات لپاره سیمه ایز او په نړیوال کوششونو خبرې کړې دي.

خارجه وزارت خبر پاڼه زیاتوي د چین د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ټینګار کړی چې د افغانستان د مسلې هواری په پوځي اپرېشن کې نه بلکې د افغانستان په مشرۍ کې سیاسي هواري په ذریعه ممکنه دی.

په دې موقع نوموړي په افغانستان کې د امن او ثبات لپاره د پاکستان د ګامونو په اړه د چین مرسته هم تکرار کړه.

په دې مهال خارجه سیکټرې تهمینه جنجوعه په سیمه کې امن او ثبات د ګډ مقصدونو د حصول لپاره د پاکستان او چین په خپلمینځي کمک ټینګار وکړو او په چین کې له اعلا چارواکیو سره په ملاقاتونو یې هم اطمینان څرګند کړو.

د چین خصوصي استازي د ترهګرې پرضد د پاکستان د کوششونو ستاینه وکړه او وې ویل چې نړیواله ورورلي دې د ترهګرې پرضد د پاکستان کوششونه ومني.

د افغانستان لپاره د چین خصوصي استازي اسلام اباد ته سفر په اړه د سیمه ایزه چارو کار پوه امتیاز ګل وایې نن سبا چین او پاکستان ترمینځه مهمې خبرې اترې روانې دي.

"د پاکستان او چین ترمینځه د افغانستان په اړه ډیرې خبرې اترې روانې دي ولې چې چین خواهش لري چې افغانستان کې سوله راشي او د طالبانو او افغان حکومت ترمینځه خبرې اترې وشي. دا شان هغوی کوشش دا هم دی چې په څه طریقه د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سيپېک) کې افغانستان هم شامل کړي او افغانستان ته هم ګټه ور ورسي."

خبریال او د سیمه ایزه چارو کار پوه شمیم شاهد وایې پاکستان د امریکا د نوې پالیسې له وجې د سخت فشار لاندې دې نو د پاکستان نظر په چین او روس دی.

"امریکا غواړي چې په افغانستان کې دې امن وي او دا شان د چین لپاره هم ضروري ده چې په افغانستان کې دې امن وي او هلته دې نا-امني او ترهګري ختمه شي. چین غواړي چې د سي ـ پيک غوندې مهمو پروژو لپاره امن پرځای شي."

تیره اونۍ د پاکستان خارجه سیکټره تهمینه جنجوعه چین ته تللې وه او هلته یې اعلی چارواکو سره ملاقاتونه کړې وو چې پکې د افغانستان سولې او ثبات او د سیمې او افغانستان لپاره د امریکې د نوې پالسۍ په اړه یې هم خبرې اترې کړې وي.

اغلې تهمینه جنجوعه له دې وړاندې د کابل دوره هم کړې وه.

XS
SM
MD
LG