د کرمې مقبلو ته د وتو غږ شوی خو سرکار ناګاره دی
د کرمې مقبلو قومي مشرانو د اتوار په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د پوځ له امر وروسته لسګونو کورنیو د افغانستان پولې ته له نودې سیمو کډې په اوږو کړې او نور هم په وتو دي. دوی وايي نه پوهېږي پوځ ورته دا امر ولې کړی دی؟ خو بل پلو پولیټیکل انتظامیې په دې اړه بې خبري ښکاره کړه. طارق اورکزي یې راپور کښلی