جماعت اسلامي خپله درې ورځنۍ ناسته پر لومړۍ ورځ ختمه کړه
په پېښور کې د قبایلي سیمو اصلاحاتو لپاره د جماعت اسلامي درې ورځنۍ احتجاجي ناسته، تر وخت مخکې، پر لومړۍ ورځ پای ته ورسېده. د ګورنر هاوس مخې ته دا ناسته ځکه ختمه کړل شوه چې ورته چارواکو ډاډ ورکړ چې د وفاقي کابینې په راتلونکې غونډه کې به د قبایلو پر اصلاحاتو خبرې کېږي. تفصیل په دې رپورټ کې.