د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې پر ماشومانو د تشدد پېښې، قانون او تګلاره


د بشري حقونو فعالان وايي، په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېریو او په کورونو کې پر کارکوونکیو ماشومانو د تشدد پېښې مخ په زياتېدو دي.

د ماشومانو حقونو لپاره کارکوونکي او څېړونکي وايي چې په پاکستان کې دننه د ماشومانو له يو ځایه بل ځای ته په زوره بوتلل لا هم جرم نه بلل کېږي.

بل اړخ ته د قبايلي سيمو کارکوونکي وايي چې هلته لا هېڅ داسې کره او مستنده شمېرې مخې ته نه دي راغلي چې ترې پر ماشومانو د تشدد يا له یوه ځایه بل ځای ته په زوره د بوتللو معلومات ترلاسه شي.

په پاکستان کې له ماشومانو سره د کېدونکي تشدد او په زوره د بوتللو (قاچاقولو) په اړه کارکوونکي سازمان ګروپ ډوېلپمنټ پاکستان مشره والري خان وايي چې د پاکستان دننه پر ماشومانو کيدونکي تشدد لپاره د سزا قانون شته خو عمل پرې ډېر کم کېږي او هم دغه وجه ده چې د دا رنګ پېښو مخنيوی ګران شوی دی.

((د قاچاقولو پرضد قانون کې قید او جرمانه شته خو عمل پرې ډېر کم دی، تر دې دمه د ماشومانو حقونو لپاره کمېشن هم نه دی جوړ کړل شوی،

والري خان وايي چې پاکستاني حکومت د ۲۰۱۶م په مارچ کې د جنايي جرايمو قانون کې دوېم بدلون منظور کړی چې پکې پر ماشومانو تشدد په ښکاره ډول معارفي شوی خو د ماشومانو د تښتونې يا سمګلنګ په اړه په دغه قانون کې کمزورۍ دي ځکه چې پکې يواځې د ماشومانو بهر ملکونو ته سمګلنک او پاکستان ته په زوره راوستل يو جرم بلل کېږي خو د پاکستان دننه دا عمل د دغه قانون تر سیوري لاندې جرم نه دی.

د ماشومانو حقونو غورځنګ (چایلډرایټس موومنټ) د قبايلي سيمو مشر زرعلي خان اپرېدی وايي چې هلته له قانون سره سره د دا رنګ پېښو د مخنيوي لپاره تګلاره نشته او بله دا چې ټولنيز کلتور يا مجبوريو له کبله هېڅوک هم له ماشومانو سره د شویو پېښو رپورټ هم نه درجوي چې له کبله يې لا کومه حتمي يا مستنده شمېره مخې ته نه راځي او ورسره په شته قانون هم عمل نه کېږي.

د نوموړي په وینا چې په قبايلي سيمو کې د ۲۰۱۱م اصلاحاتو کې دا خبره شوې وه چې تر شپاړسو کالو نه کم ماشوم به جېل کې نه اچول کېږي خو په دې عمل نه کېږي اوس هم پوليټيکل ايجنټ ماشومان له ښوونځيو پورته کوي او په جېلونو کې يې اچوي.

ګروپ ډوېلپمنټ پاکستان د نورو غېرسرکاري ادارو سره په مرسته په دا ورستيو کې د يوې دستورې له لارې يو راپور جاري کړی وو چې پکې ويل شوي ول چې د تشدد يا تښتولو د پېښو ښکار ماشومانو عمرونه له درو تر اوولس کلونو پورې دي.

د دغه دستورې په اړه والري خان وايي چې د دوی د څېړنې ترمخه په دغه ماشومانو کې زياتره له خیبر پښتونخوا دي.

د ذکر ده چې څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې يو شپږ کلنه ماشومه د جنسي تېري وروستو په ژوبل حالت کې د ښار کورنګۍ سيمه کې غورځول شوې وه چې اوس يې علاج روان دی.

له دې سره سره په اسلام اباد کې د يو جج په کور کې پر یوه لس کلنېماشومې طیبې هم تشدد شوی چې وروسته د بېلا بېلو ادارو او په خصوصي توګه د ماشومانو حقونو لپاره کارکوونکیو تنظيمونو د دغه رنګ پېښو پرضد د پياوړي قانون غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG