پراګ - یو افغان د اروپايي ټولنې پر کچ د مخابراتو او موبایل ټېکنالوژۍ په برخه کې د څېړونکي په توګه ټاکل شوی دی.
د بغلان اصف حبیبي څه د پاسه یو کال د موبایل ټېلېفون د پینځم نسل (یا ۵ – جي) ټېکنالوژۍ په اړه څېړنه کړې وه چې د جرمني د کایزرز لاوترن په تخنیکي پوهنتون کې ورته د څېړونکي او ډاکترۍ زده کوونکي په توګه دنده ورکړل شوې ده.
دی به د ۲۰۱۹ز کال تر سېپټېمبره څېړنې کوي او د موبایل ټېلېفون د ډیټا یا موادو لېږد پینځم نسل ټېکنالوژۍ په جوړولو، د دې پرمختیا او ازموینو په برخو کې به د اروپايي ټولنې له ۱۴ او د نړۍ پرمختللیو هېوادونو له یو شمېر نورو څېړونکو سره یو ځای کار کوي.
حبیبي به د ۲۰۱۷ز کال د جنورۍ له دویمې نېټې څخه خپله څېړنه پیلوي او هیله من دی چې د موبایل ټېلېفونونو پینځم نسل ټېکنالوژي ښايي له ۲۰۲۵ز کاله تر ۲۰۳۰ز پورې په افغانستان کې هم عملي کړل شي.
حبیبي وايي، دی تر یو لړ ازموینو او مرکو وروسته د اروپايي ټولنې پر سطح انتخاب شو.
له نوموړي سره بشپړه مرکه، لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
پامیر ساحل
پامیر ساحل د ۲۰۱۰ز کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۶ز کال د مارچ تر پایه له مشال راډيو سره د کار پر مهال د افغانستان، پاکستان، سیمې او نړۍ پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو چارو خبریالي کړې ده.