په اباسین کې د جیپونو ځغل سیالۍ وشوې
په صوابۍ کې له اباسینه د جیپونو پورې وتو ځغل شوی دی. له تېرو پینځو کلونو راهیسې چې په ژمي کې په سیند کې اوبه کمې شي، نو د جیپونو دا ځغل کېږي. ورسره ځېنې ښځې هم د اباسین غاړې ته ورغلې وې او غشي ویشتو لوبه یې وکړه. د جیپونو ځغل ځای تاریخي ارزښت هم لري ځکه چې سکندر مقدوني له همدې ځایه له خپل لښکر سره پورې وتی وو. ویډیويي رپورټ.