د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنرال قمر باجوه په وړاندې څه ننګونې دي؟


وزیراعظم نواز شریف او تلونکی پوځي مشر جنرال راحیل شریف
وزیراعظم نواز شریف او تلونکی پوځي مشر جنرال راحیل شریف

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف لفټننټ جنرال قمر باجوه د پوځ او لېفټننټ جنرال زبېر حیات چېرمېن جواینټ چیف اف سټاف کمیټۍ مشر ټاکلی دی.

پراګ: د پاکستان وزیراعظم نواز شریف لفټننټ جنرال قمر باجوه د پوځ او لېفټننټ جنرال زبېر حیات چېرمېن جواینټ چیف اف سټاف کمیټۍ مشر ټاکلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې پر 29مه د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د کار موده پای ته رسېږي کوم چې په نوموړي په نومبر ۲۰۱۳م کال کې واک سنبال کړی وو.

د جنرال راحیل شریف په مشرۍ پهجون 2014م کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف د ضرب عضب په نامه عملیاتپیل شو چې د پوځ په خبره اوس په اخري پړاو کې دي.

په پاکستان کې د پوځ مشر د کار موده د دریو کالو لپاره وي. د پاکستان تاریخ ته که و کتل شي نو د پوځ ځينو مشرانو د واک تر یوې دورې زیات هم کار کړی دی.

د پوځ د مشربدلون ته په کتو سره پوښتنه راپورته کیږي چې د پوځ د نوی مشر به له کومو چیلنجونو سره مخامخ وي؟

د دفاعي چارو کارپوه بریګیډیر سعد محمد خان وايي د پوځ نوي مشر مخې ته په پرتو چیلنجونو کې مهم هغه یې امنیت ټینګ ساتل، له ولسي حکومت سره اړیکې او په ملک کې دننه د جهادي تنظیمونو موجودیت دي.

هغه وویل ، راحیل شریف له سیاسي مشکلاتو د ګټې اخستو کوشش و نه کړ، حالانکه د نواز شریف په حکومت کې ډېر داسې حالات راغلي وو.

په پېښور کې خبریال او کارپوه عقیل یوسفزیوايي ، دا کتل مهم دي چې د پوځ نوی مشر به په پاکستان کې له ترهګر تنظیمونو سره څه کوي، د نړیوالې ټولنې چې کومې غوښتنې دي، د هغې په لړ کې به څه کوي؟

نوموړي وویل چې په پاکستان کې چې د خرابې حکومتدارۍ کومې مسلې دي، په هغې کې غټ تور دا لګول کیږي چې دا ځکه نه ښه کیږي چېجمهوریت ته لاره نه ملاویږي او پوځي اسټيبلشمنټ بجټ ، یا چې کوم اختیارات لري په خاصه توګه دخارجه پالیسۍله پلوه، پر هغې نظر ثاني پکار ده ، نو دا به هم د نوي پوځي مشر لپاره یو ننګونه وي.

په پاکستان کې د پوځ مشر انتخاب د هېواد وزیراعظم کوي. د نوي مشر په توګه نومول شوی جنرال قمر جاوید باجوه د پوځ پنځم مشر دی چې نواز شریف انتخاب کړی دی.

XS
SM
MD
LG