د فاټا منتخب استازي د خپلې سيمې لپاره قانون نشي جوړولای
د اېف سي ار او پښتانه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. د ځانګړو خپرونو د دې لړۍ په نهمه برخه کې په قبايلي سيمو کې سياست ته کتنه شوې ده. په فاټا کې د فرنټير کرايمز رېګولېشن يا اېف سي ار قانون له وجې د فاټا ولس په سياسي ډګر کې هم ځپل شوی دی. د فاټا عام ولس ته په انتخاباتو کې د رايې حق په ۱۹۹۷م کال کې ورکړل شو. بلخوا د فاټا منتخب استازي د خپلې سيمې لپاره قانون جوړونه نشي کولای. ((اېف سي آر او پښتانه)) نننۍ خپرونه کې په فاټا کې پر سياسي ازادۍ بحث شوی دی. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
جون ۲۵, ۲۰۱۶
"اېف سي ار کې يوازې د کاغذ پر مخ اصلاحات شوي"
-
جون ۱۵, ۲۰۱۶
"جرمانو او ټېکسونو د فاټا ولس اقتصاد اغېزمن کړی"
-
جون ۰۹, ۲۰۱۶
"اېف سي ار نظام کې د جرګې يوازې نوم پاته دی"