د ((اېف سي ار او پښتانه)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست
اېف سي ار يا فرنټير کرايمز رېګولېشن څه باندې يوه پېړۍ وړاندې د هغه وخت د انګرېز واکمنانو لخوا له افغانستان سره پر پرتو پښتون ميشتو قبايلي سيمو نافذ کړل شو چې تر اوسه پر تپل شوی دی. د سرحدي سيمو د جرايمو دغه قانون چې په فاټا کې عام ولس ورته تور قانون وايي، نه يوازې د نړيوالو بشري حقونو ضد دی بلکې د پاکستان له ايين يا اساسي قانون سره هم په ټکر کې دی. اېف سي ار او پښتانه اوونيزه خپرونه کې د اېف سي ار پر تاريخ، استعمال او پر پښتنو د دې پر اغېز بحث شوی دی.
دا پروګرام هره چارشنبه يا شروع د ماځيګر پر ۳:۱۵ بجې (کابل) او ۳:۴۵ (پېښور) او په تکراري ډول هره شنبه يا خالي د ماسپښين پر ۱:۱۵ بجې (کابل) او ۱:۴۵ (پېښور) اورېدلای شئ.
د خپرونې کوربه احمد شاه اعظمي دی.