پاکستان کې د ماشومانو حقونو لپاره کارکونکي وايي چې حکومت دې په ملګرو ملتونو کې د ماشومانو حقونو وضعیت په اړه رپورټ تر وړاندې کولو مخکې د ماشومانو حقونو حفاظت لپاره د ځنډ ښکار بلونه منظور کړي.
د ماشومانو حقونو کار پوهانو په وینا د پاکستان حکومت به دا رپورټ د راروانې جولایې په لومړۍ اوونۍ کې وړاندې کوي.
د ماشومانو حقونو په اړه رپورټ د هر ملک له اړخه هر پنځه کاله پس ملګرو ملتونو ته وړاندې کېږي.
له مشال راډیو سره په خبرو کې د ماشومانو حقونو کار پوه ارشد محمود وویل چې د پاکستان حکومت تل د ماشومانو حقونو حفاظت ژمنې کوي خو سر ته یې نه رسوي. د ده په وینا چې اوس هم پنځویشت لاکه ماشومان سکول ته نه ځي.
ده زیاته کړه، باید حکومت د ځنډ ښکار بلونه منظور کړي.
“د ماشومانو د حقونو په اړه موږ دا غوښتنې لرو چې حکومت باید د ماشومانو حقونو په اړه قانونسازي وکړي، د وړو ماشومانو د ودونو ترمیمي بل، په قامي سطح د ماشومانو حقونو تحفظ لپاره د یو کمیشن جوړولو بل، د اسلام اباد ماشومانو تحفظ او د خیر ښېګړې بل، د جرمونو مخینوي بل، دا ټول د ماشومانو حقونو قوانین دي چې حکومت له ډېره وخته راهیسې لګیا دی او په خپلو رپورټونو کې یې هم ویلي ول چې دوی به دا قوانین منظوروي خو تر اوسه یې منظوري نه ده شوې،،
د ماشومانو د حقونو یو بل کار پوه ډاکټر ارشاد دانش په وینا چې پاکستان کې حکومتونه د ماشومانو د حقونو حفاظت په اړه خبرې کوي خو عملی اقدامات نه اوچتوي.
د ده په وینا موجوده حکومت هم په تېرو دوه نیم کالو کې څه سنجیده قدم د ماشومانو د تحفظ په اړه نه دی اوچت کړی.
،، چرته چې قانون جوړیدل پکار وو هلته هغه تر اوسه جوړ نه کړل شول او چېرته چې قوانین جوړ شوی دی نو په هغه قوانینو څه خاص کار نه دی شوی د هغې د نافذولو لپاره څه انتظامات ونشول او د دې غټه وجه دا ده چې یو قانون نافذولو لپاره ضروري ده چې په بجټ کې رقم مختص شي ځکه چې بجټ کې رقم مختص کولو بغیر کار نشي کیدی،،
یو بل کار پوه عمران ټکر وايي چې د ماشومانو حالت اوس هم پاکستان کې سم نه دې.
،، د پاکستان حکومت د نن نه پنځویشت کاله مخکې چې کومه معاهده کړې وه نو په هغې کې چې د ماشومانو حقوق ورکل شوي دي او پاکستان د هغې معاهدې توثیق کړی وو نو چې پنځویشت کالو کې چې موږ د ماشومانو حالت ته ګورو، د هغې تحفظ، تعلیم او په مختلفو شعبو کې د کار روزګار په اړه ګورو نو د ماشومانو په اړه دا صورتحال ډېر مطمین نه دی،،
د ذکر ده وخت په وخت د ماشومانو د حقونو تحفظ په اړه د ماشومانو د حقونو کار پوهانو لخوا د یو قومي کمیشن غوښتنه شوې ده. دا کارپوهان نظر لري چې دې سره به څه حده پورې د ماشومانو د حقونو تحفظ په اړه څه بدلون راشي خو تر اوسه پورې حکومت دې لړ کې څه اقدامات نه دې اوچت کړی.