د مشال تر رڼا لاندې خپرونه پاڼې ته ښه راغلاست.
له یوې مودې راهیسې د افغانستان په کندوز، ننګرهار او فاریاب ولایتونو کې د امنیت وضع کړکېچنه شوې ده.
په یادو ولایتونو کې د وسله والو ډلو پر ضد پوځي عملیات هم روان دي خو د وسله والو فعالیتونه هم زیات شوي دي. نو د مشال تر رڼا لاندې نننۍ بحث د افغانستان امنیت موضوع ته ځانګړی شوی دی.
دا چې په افغانستان کې د وسله والو فعالیتونه ولې زیات شوي دي او هغه څه وجوهات دي چې افغان ملي امنیتي ځواکونه یې په مخنیوي کې له ننګونو سره مخامخ دي، په اړه یې موږ له درو پوهانو سره خبرې کړې دي.
لومړی مېلمه د افغانستان د ولسي جرګې غړی محمد نعیم لالی دی.
دویم مېلمه د سیاسي چارو پوه یونس فکور او درېیمه هغه کابل مېشتی شنونکی اباسین بریال دی.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
پامیر ساحل
پامیر ساحل د ۲۰۱۰ز کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۶ز کال د مارچ تر پایه له مشال راډيو سره د کار پر مهال د افغانستان، پاکستان، سیمې او نړۍ پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو چارو خبریالي کړې ده.