د لاسرسي ځای

تازه خبر

عرب مشران ولې د امريکا په غونډه کې ګډون نه کوي؟


امريکايي چارواکو دا نظر په غوڅه توګه رد کړ چې ګواکي د خليجي ايتلاف مشران له ايران سره د اوباما پر ډپلوماسۍ د نه ډاډ څرګندولو په توګه په غونډه کې ګډون نه کوي.

د امريکا ولسمشر لخوا له عرب مشرانو سره د می پر ۱۳مه او ۱۴مه نېټه په کېمپ ډېوډ کې رابلل شوې غونډه د هغو اندېښنو تر سيوري لاندې راغلې چې ايران په خليجي هيوادونو کې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي. په دې غونډه کې يو شمېر عرب مشرانو له ګډون کولو معذرت کړی دی.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د خليج همکارۍ سازمان غړو هيوادونو ته د غونډې له لارې دا باور ورکول غواړي چې له ايران سره د اريکا او اروپايي هيوادونو اېټمي لوظنامه به په سيمه کې امنيت او ثبات زيات کړي. خو د خليجي هيوادونو زياتره مشران په دې لړ کې اندېښمن دي چې د لوظنامې د خبرو اترو پر مهال امريکا په شام، لبنان او يمن کې د ايران پوځي مداخلت له پامه وغورځوی.

په داسې حال کې چې ټول عرب مشران ټينګار کوي چې له غونډې پرېکون نه کوي، له شپږو يوازې دوه مشران په کېمپ ډېوډ کې په دې غونډه کې د ګډون پلان لري. په دې لړ کې د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز ته زياته پاملرنه هغه وخت ور واوښته چې کله نوموړي په وروستي وخت کې اعلان وکړئ چې پر خپل ځای به وليعهد محمد بن نايف او خپل زوی محمد بن سلمان غونډې ته ليږي. د بحرېن باچا حماد چې د سعودي نږدې ايتلافي دی، هم په غونډه کې ګډون نه کوي. بلخوا د اومان باچا قابوس ناروغه دی او په غونډه کې به ګډون نه کوي او د متحده عرب اماراتو باچا شېخ خليفه بن زايد النهيان هم ناروغه دی او د تېر يو کال راهيسې په ولسي غونډو کې نه دی ليدل شوی.

په داسې حال کې چې ولسمشر اوباما هيله من دی چې له ايران سره د اېټمي لوظنامې په کولو به نړۍ باثباته کړي، د خليج سني مشران بيا ايران په سيمه کې د بې ثباتۍ لويه سرچينه ګڼي او په همدې خاطر له اوبامه سره خپل نارضاييت څرګندوي. د العرب نيوز چېنل مشر او شنونکی جمال خاشوګي وايي چې امريکا له ايران سره يوازې د خپلو اندېښنو ليرې کولو په خاطر لوظنامه کوي او دوی په سيمه کې د ايران لخوا د تېري په کيسه کې نه دي. داسې اندېښنې هم څرګنديږي چې تر اېټمې لوظنامې وروسته به پر ايران لګېدلي اقتصادي بنديزونه ليرې شي او د دوی بلينونه ډالر به له کنګل حالت راووځي نو کېدای شي ايران دغه پيسې د جنګي ډلو پر ملاتړ ولګوي.

بلخوا امريکايي چارواکو دا نظر په غوڅه توګه رد کړ چې ګواکي د خليجي ايتلاف مشران له ايران سره د اوباما پر ډپلوماسۍ د نه ډاډ څرګندولو په توګه په غونډه کې ګډون نه کوي. سپينې ماڼۍ اعلان وکړی چې اوباما د مې پر ۱۱مه له باچا سلمان سره پر ټليفون خبرې وکړې او په ښکاره يې هڅه وکړه چې اړيکې هم هغسې ټينګې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG