د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاکنډ ډویژن کې د ښځو ټولنه جوړه شوه


د دې فورم نوم چې جینډر ریسپونسو ایکټو فورم دی ، افتتاح یې د جمعې په ورځ د اسلام اباد په یو مقامي هوټل کې وشوه.

د رویې او پوهې شریکولو په نامه د ښځو حقونو او خیر ښېګړې لپاره کارکونکې یوې غیر سرکاري ادارې په ملاکنډ ډویژن کې د ښځو لپاره یوه ټولنه جوړ کړې چې مقصد یې د دغه سیمې په ښځو کې د خپلو سیاسي حقونو په اړه پوهاوی او اګاهي پیدا کول دي.

د رویې او پوهې شریکولو په نامه غیر سرکاري ادارې د ښځو دې ټولنې د کوز او بر دیر او د ملاکنډ زنانو رجسټریشن هم شروع کړی دی او د دې لپاره یې د ضلعې په سطح د ښځو چارواکې «عهدیدارانې» هم ټاکلې دې.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د یادې ادارې مشرې شاد بیګم وویل چې دا د ملاکنډ ډویژن د ښځو لومړی نماینده فورم دې چرته چې به زنانه خپلې مسلې خپله هواروي او د دې مسلې هل لپاره به دوي اړونده چارواکو سره خبرې کوي.

د دې په وینا چې راروان مقامي انتخاباتو لپاره دوي زنانو ته تربیت هم ورکړې دي.

،، د ښځو دا فورم به د زنانو مسلې په ډیره ښه طریقه په صوبایې او قومي سطح سرکاري او غیر سرکاري ادارو ته وړاندې کوي او د هغې په اړه به بیا دوي دغه ادارو یا خلکو سره رابطه کې وي چې څه کاردګې ده ځکه چې زموږ مسله دا ده چې د ملاکنډ ډویژن واړه واړه اوازونه خو اوچتیږي خو یو متحد شکل کې داسي څه نه راځي نو چرته چې د قانون سازې او د پالیسې د سطح خبرې دي نو هغه د یو لوې فورم نه بغیر نه کیږي،،

پدې غونډه کې سره د غیږې ماشومې راغلې خایستې مشال راډیو ته اوویل چې هغه مخکې هم د خپل ځایې کونسلره پاتې شویده او راروان مقامي انتخاباتو لپاره هم پلان لرې.

د دې په وینا چې د مختلفو تربیتونو او ذدهکړو د لارې دا اوس د دې قابله ده چې خپله خبره په صحیح طریقه مخکې وړلې شي.

،، دې پروګرامونو له وجې موږ کې ذهانت پیدا شوې دې او پدې پوهه شو چې موږ به مخکې څه کول غواړو او په کومه طریقه به موږ خپل حق حاصلوو، مخکې موږ سره سیاسي مشرانو ډیرې دهوکې کړې دي خو دې ځل به داسي څه نه کیږي،،

اسما ګل چې ملاکنډ ایجنسې سره تعلق لري او د زنانو خیر ښګړې لپاره کار وایې ،، اراده لري چې کونسلره جوړه شي ځکه چې د کومو خلکو رسایې د منختب غړو ته نه وې چې اواز یې اورسوم. نو زما په خیال که دا موقع راته ترلاسه شوه نو زه د کور دننه د خپلو خلکو مسلې هوارولې شم،،

د بټ خیلې اوسیدونکې کوثر پروین په نظر چې د زنانو کار صرف ګنډل یا ګل کاري نه ده ،، زموږ په سیمه کې چې کومو زنانو ته اجازت وو او راتلې شوې نو هغې سره موږ د هغې حقونو په اړه خبرې کوو ځکه چې یوازې دې له ګل ګنډل نه دې کول بلکه دې له به مخکې تلل وي. زموږ په سیمه کې داسي بهادرې جینکې شته چې هغې تلل غواړې خو د هغې لپاره څه لار نشته نو زما کوشش وي چې ځه د دې لپاره خپل کار اوکړم،،

د ذ کر ده چې د زنانو دې فورم یا جینډر ریسپونسو ایکټو فورم کې تر اوسه پورې پنځه شوه او شپیته زنانو رجسټریشن شویدې او د نورو لا روان دې.

XS
SM
MD
LG