په سروی خپرونه کې له ثوبیه نوشین سره مرکه
په سروی خپرونه کې له پېښوره ثوبیه نوشین مېلمنه ده. ثوبیه له نوښار سره تعلق ساتي او په سوشل ورک او د بشري مرستو په لړ کې کار کوي هغه د پېشې له پلوه یوه سافټ ویر انجنیره ده. ثوبیا د ولس یار (پیپلز فرینډ) په نوم د خېر ښېګړې تنظیم چلونکې ده. یاده اداره د ۲۰۱۰م کال د سیلاب ځپلو د مرستو لپاره جوړوه شوه چې اوس د ښځو د پیاوړتیا علاوه د ځوانانو، قیدیانو د بیا رغونې او د امن لپاره کار کوي. ثوبیا یوه شاعره هم ده چې په ۲۰۰۴م کال کې یې د انګریزۍ کتاب هوپ یا امید چاپ شوی دی. د ۲۰۰۸م کال په انتخاباتو کې د صوبایي اسمبلۍ د چوکیو لپاره هم د امیدوارې په توګه درېدلی وه. کوربنه ملیحه امیرزاده ده
برخې
-
مارچ ۰۱, ۲۰۲۲
عذرا په خپلې شاعرۍ کې د مېرمنو د حقونو پالنه کوي.
-
دسمبر ۰۹, ۲۰۲۱
د باجوړ حمیده په هالینډ کې خپل کاروبار چلوي
-
اکتوبر ۰۹, ۲۰۲۱
مهرالنسا اکبر وايي، د استاد ښه رویه ماشومانو لپاره اړینه ده
-
اکتوبر ۰۲, ۲۰۲۱
سلګۍ غزل خپله شاعري ټولو ته رسول غواړي
-
اکتوبر ۰۱, ۲۰۲۱
د ښځو ځواکمنولو ادارې کارمنده ښایسته یاسمین مو مېلمنه ده
-
سپټمبر ۰۹, ۲۰۲۱
لوبې خوداعتمادي، د وطن مینه او زغم پیدا کوي: ګلنار خټک