له تیارو د رڼا پر لوري د ډيوې ادارې یون
که يو خوا د پاکستان په پښتون ميشتو سيمو کې وسلوالو په لسګونو زده کونکي ووژل او په سلګونو سکولونه يې وران کړل نو بلخوا د بلوچستان په پښتون ميشتو سيمو کې يو څو تعليم يافته ځوانان راټول شوي او غواړي چې د پاکستان او په خاصه توګه د بلوچستان په غريبو او کليوالو سيمو کې د معياري تعليم په مټ خلک له تيارو، غربته او بد امنۍ راوباسي. دوی د ډيوې په نامه يوه اداره جوړه کړې چې مشري يې اصغر خان کاکړ کوي. همداراز یو بل ځوان اکرام خان منصفي دی چې له خپل ورو سره يې په شريکه سکول جوړ کړی او غريبو ماشومانو ته وړيا تعليم ورکوي. د نن په ځوانانو غږ خپرونه کې دا دواړه زموږ ميلمانه دي او له دوی سره مو د هغوی پر تعليمي هلو ځلو او د پښتنو پر تعليمي ستونزو خبرې کړي. د پروګرام کوربه اسرار عالم مومند دی
برخې
-
دسمبر ۱۰, ۲۰۲۱بلدياتي ټاکنو لپاره د قبايلي سيمو ځوانانو هلې ځلې
-
اپرېل ۲۳, ۲۰۲۱د کتاب نړیواله ورځ او پښتانه ځوانان
-
اپرېل ۱۳, ۲۰۲۱د مشال خان له وژنې وروسته په ټولنه کې څه فکري بدلون راغلی؟
-
اپرېل ۰۴, ۲۰۲۱د ماینونو چاودنو ښکار خلکو ژوند څنګه تېرېږي؟
-
جنوري ۱۶, ۲۰۲۱د مشال راډیو ۱۱مه کليزه: اورېدونکو خپل نظرونه شريک کړل
-
جنوري ۰۸, ۲۰۲۱په ننګرهار کې رضاکاره ښوونکي ماشومانو ته تعلیم ورکوي