جمهوریت (امنیتي او استخباراتي ادارې پر ډیموکراسۍ څه اثر لري؟)
په دې وروستیو کې په پاکستان کې د سیاسي چارو ځینو شنونکو او ان د حکومت ځینو چارواکو د پوځ او د هېواد د جمهوري حکومت تر منځ پر ځینو موضوعاتو پر اختلافاتو اندېښنې څرګندې کړې او دا موضوعات یې د هېواد د ډیموکراسۍ لپاره یو ډول ګواښ وګرځول. په دې موضوعاتو کې تر ټولو مهمه د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف پر وړاندې له هېواد سره د خیانت مقدمه ده. له دې سره سره څو ورځې مخکې په کراچۍ کې پر خبریال حامد میر حمله وشوه. تر هغې وروسته د حامد میر ورور عامر میر وویل چې پر ورور یې په شوې حمله کې د پاکستان استخباراتي ادارې ای اېس ای لاس دی او د دې ادارې مشر جنرال ظهیر الاسلام د دې لپاره پړ دی. که د پاکستان تاریخ ته وګورو نو دا هېواد په ۱۹۴۷ز کال کې تر جوړېدو وروسته له څو لویو پوځي کودتاګانو او بیا په مجموعي ډول د څو لسیزو له پوځي واکمنۍ سره مخامخ شوی دی. له دې علاوه، په پاکستان کې شنونکي وايي چې د ملکي یا جمهوري حکومتونو پر وخت هم د هېواد په چارو کې پوځ، استخباراتي ادارې او بیوروکراسۍ پراخ رول لرلای دی. نو پوښتنه دا ده چې په هېوادونو کې د امنیتي او استخباراتي ادارو پراخ رول پر جمهوریت او جمهوري ارزښتونو څه اثر لري؟ په پاکستانيو چارو کې د پوځ زیات رول لاملونه څه دي؟ ایا په هغه هېواد کې سیاسي ګوندونه او سیاسي فرهنګ کمزوری دی او که نه پوځ د دوی رول کمزوری کړی دی؟ همدا راز، د امنیتي او استخباراتي ادارو پراخ واک د هېواد پر تګلارو او ادارو څه اثر کړی دی؟ دا او نورې پوښتنې د جمهوریت په دې خپرونه کې څېړل شوې دي. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.