د مشال تر رڼا لاندې بحث پاڼې ته ښه راغلاست.
د دې اوونۍ په خپرونه کې پاکستان کې له طالبانو سره د سولې خبرو په لار کې د ستونزو، خنډونو او مشکلاتو په اړه له پوهانو سره غږېږو.
په بحث کې د پوځي چارو پوه او د پاکستان پوځ پخوانی برېګېډییر محمود شاه، خبریال او د سیاسي چارو پوه قهار زلمی، او د ډېره اسماعیل خان ګومل پوهنتون سیاسیاتو څانګې استاد عزیز الله خان مېلمانه دي.
خپرونه تاسې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
عبدالحی کاکړ
عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی.