د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې هر کال پر زرګونه ماشومانو جنسي تېری کېږي


د جنسي تېري د دا ډول اکثره واقعاتو تعلق له پنجاب سره دی. ياني هغه واقعات چې رپورټ شوي دي په دا کې د ۶۸ فيصده تعلق له پنجاب صوبې سره دی

د پاکستان په کراچي ښار کې د تېر زيارت په ورځ د يوې ديارلس کلنې نجلۍ مړی موندل شوی چې ويل کيږي تر جنسي تيرې وروسته وژل شوې ده. تر دې وړاندې هم په همدې روانه مياشت کې د پنجاب په بېلا بيلو سيمو کې د ماشومانو پر ضد د جنسي تيري پيښې رامنځ ته شوي چې يو مثال يې په لاهور ښار کې پر يوې پنځه کلني نجلۍ جنسي تېری و چې اوس په روغتون کې تر درملنې لاندي ده.


ځينې وخت داسې پيښې هم رامنځ ته شوي چې عاملين تر تيري کولو وروسته ماشوم ووژني. په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو د ساتنې لپاره د کار کونکې سازمان (سپارک) د بلوچستان مشر حنيف پانيزی وايي، چې پر ماشومانو هر کال د جنسي تېري په زرګونه پيښې رامنځ ته کيږي چې دوی يې د ماشومانونو د حقونو له نورو سازمانونو سره په ګډه راپور خپروي.

((په ۲۰۱۲م کال کې چې له ماشومانو سره د جنسي ۳۸۶۱ ریکارډ شوې دی. په دې کې ۵۲ فيصده پېښې په کليوالو سيمو او ۴۸ فيصده یې په ښارونو کې رامنځ ته شوي دي ياني په دغه تناسب سره له هلکانو او نجونو سره جنسي زياتی شوی دی.))

حنيف پانيزی زياتوي چې د جنسي تيري ۷۱ فيصدې پېښې د ماشومانو نجونو پر ضد او پاتې يې د ماشومانو هلکانو په ضد شوي دي. د نوموړي په وينا دا ډول تر ټولو زياتې پېښې په پنجاب صوبه کې تر سره شوي دي.

((د دا ډول اکثره واقعاتو تعلق له پنجاب سره دی. ياني هغه واقعات چې رپورټ شوي دي په دا کې د ۶۸ فيصده تعلق له پنجاب صوبې سره دی، د ۱۹ فيصده تعلق له سند سره دی، د ۵ فيصده تعلق له خېبر پښتونخوا سره او د ۳ فيصده تعلق له بلوچستان صوبې سره دی. دا نورې علاقې لکه ګلګت بلتستان، آزاد جمو کشمير او فاټا کې چې لږه فيصدي راغلې ده يا نه دي رپورټ شوي د هغه وجه دا ده چې هلته مختلف جرګه نظام يا قبايلي نظام شته ياني هلته ميډيا دومره خوندور لاس رسی نه ورته لري چې داسي کېسونه رپورټ کړي.))

بلخوا په پاکستان کې د بشري حقونو يوه فعاله ثمر من الله وايي چې پر ماشومانو په بېلا بيلو ځايونو کې د جنسي تېري پيښې رامنځ ته کيږي چې شمېر يې ډېر زيات دی خو د ټولو راپور نه ورکول کيږي.

((يو تحقيق شوی و په ۲۰۱۱ کې چې څه باندې ۲۵۰۰ ېسونه ريکارډ شوي وو. دا تش هغه کېسونه دې چې ريکارډ کيږي. په دې کې زياتره داسي کېسونه وو چې ماشومان يا په سکول کې، يا بازار ته د څه سودا لپاره روان ،، يا په کور کې دننه هم ډېر زيات داسي کيسونه ريکارډ شوي وو.))

دا چې د ډول پيښو د مخنيوي لپاره پورته کړل شوي حکومتي ګامونو څومره د ډاډ وړ دي؟ د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن مشره زهره يوسف وايي، حکومت په دې لړ کې په سنجيدګۍ سره کار نه دی کړی.

((حکومت خو اوسمهال څه ډول ګامونه نه دې پورته کړي بلکې افسوس خو دا دی چې اسلامي نظرياتي کونسل بيا ويلي چې په اسلام کې د ډين اين اې ټېسټ اجازه نشته او دا به د ړومبۍ ګواهي په توګه نه منل کيږي. دا يو ځل بيا د شا خوا ته پورته شوی ګام دی. که څه هم اوس عدالت ډي اېن اې ټيسټ قبلوي خو دا بايد د ړومبۍ ګواهي په ډول ومنل شي.

پر ماشومانو د جنسي تېري پيښو مېندې او پلرونه هم اندېښمن کړي دي. دا چې د دې پيښو د مخنيوي لپاره څه کول په کار دي؟ زهره يوسف زياتوي:

((کورنيو ته د پوهې ورکولو ضرورت دی، د مثال په ډول دوی کله ماشومان د کور دباندي يواځي پريږدي او يا دکان ته يې يواځي بې څارنې وليږي. دا ډول د سکول ذمه واري هم جوړيږي چې پر ماشومانو پام وکړي او د مور و پلار پرته ماشومان کور ته ونه ليږي. بل تر ټوله لويه خبره دا ده چې پوليس بايد فعاله او حساسه وي ځکه چې د زياتره جنسي تيريو د پيښو رپورټ نه درج کيږي.

په پاکستان کې د بشري حقونو سازمانونه وايي چې د ماشومانو په ضد له دې کبله د جنسي تېري زياتې پيښې رامنځ ته کيږي چې دوی د ټولنې کمزورې طبقه ده او په آسانۍ سره هدف جوړېدای شي.
XS
SM
MD
LG