د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د لیک لوست ودې لپاره امریکايي مرسته


د خیبر اېجنسۍ د یوه ښوونځي زدهکوونکې تر شنه آسمان لاندې زدکړې کوي.
د خیبر اېجنسۍ د یوه ښوونځي زدهکوونکې تر شنه آسمان لاندې زدکړې کوي.

پاکستان په هغه يو څو ملکونو کې راځي چې په تعليمي شرح کې یې پرله پسې کموالی روان دی او تر ۲۷ لاکه پورې ماشومان له ابتدايي ښوونځيو بې برخې دي.

امريکايي نړيوالې مرستندویه ادارې ادارې يو ايس ايډ په پاکستان کې د ماشومانو د لیک لوست کچې اوچتولو لپاره نژدې ۱۶۰ میلونه ډالره مالي مرسته اېښې چې د نړیوالې ژغورنکې کمېټې( انټرنېشنل ريسکيو کميټۍ) په همکارۍ به لګول کېږي.


د آی آر سي (انټرنيشل ريسکيو کميټۍ) د پاکستان وياند خرم مسعود مشال راډيو ته وويل، چې د ماشومانو زده کړو لپاره به آی آر سي له لسو نورو مقامي ادارو سره یو ځای اته دېرش زره ښوونځیو (سکولونو) کې د لیک لوست معيار ښه جوړولو لپاره کار کوي او د دې لپاره به څلور نوي زره استاذانو ته روزنه ورکول کېږي.

دی زياتوي چې پاکستان په هغه يو څو ملکونو کې شامل دی چرته چې تعليمي شرح کې کموالی راروان دی او تر ۲۷ لاکه پورې ماشومان له ابتدايي ښوونځيو بې برخې دي.

دی وايي،” دا پنځه کالنه پروژه ده چې له روانې سیپټمبر مياشتې نه به شروع شي او تر ٢٠١٨ م کال پورې به جاري وي. تاسو وګوری چې دومره لوی ملک دی، نو زما په خيال ١٥٠ يونيورسټيانو کې به موږ دا کار شروع کوو. چې ماشومانو لپاره استاذانو ته به د ښوونې روزنه ورکول کېږي. تاسو ته مالومه ده چې اتلس کالو پورې وړيا تعليم دی. هغه بيا يو قامي ذمه واري ده چې هم قامي ادرې به يې کوې لکه د لوړو زده کړو کميشن او د تعليم صوبايې محکمې او موږ به له دو سره خپلې مرستې کوو"


د پاکستان لیک لوست پروژې (پاکستان ريډنګ پروجيکټ) په باب د پيښور يونيورسټۍ پخواني وايس چانسلر پروفيسر قبله اياز مشال راډيو ته وويل چې دا يو ښه ګام دی او په کار ده چې دا عمل په سنجيدګۍ سره پر مخ یووړل شي. نو یو ښه بدلون راتلای شي.

"که چرته داسې پروجيکټ وي چې په هغه کې د لیک لوست لوري ته توجو ورکول کيږي نو هغه به زموږ فايده کې وي، مخکې که هم داسي پروجې راغلي دي نو خلکو ډير په مينه له هغې سره همکارې او تعاون کړی دی. او ماته يقين دی که چرته دوی په صحيح طريقه له سکولونو، کالجونو او يونيورسټيانو سره تماس ونيسي نو اميد دا دی چې يو ډير ښه تعاون اوملګرتيا به تر لاسه کړي"

XS
SM
MD
LG