((ښه ډېر وخت موږ پراته و ، پښې مې درد کولو خو ما پرې کنټرول کړی و ـ یوه نیمه ګینټه پس هغوي بیا راغلل ـ دومره وخت کې موږ نه ډېرې وینې بهیدلی وې ، کارغان راباندې لګیا و ـ هغوي زه د هغو وینو نه لږ ښکته راښکلم ـ د بیلچو اوازونه راتلل ـ کرشا ختله ـ ما دا سوچ کولو چې دوی څه ځای کني او بیا پکې موږ ډوبوی او یا به مو کوهي ته ګوزاروي ))
خو شاید دا د اختر نبي بخت و چې وژونکو هغوی هلته په زمکه کې ښخ نه کړل ، بلکې په بورو کې د بندولو روستو یې هم په خپله رکشه کې واچول او بیا یې په شاړ ځای کې وغورځول.
((پښې یې راله وتړلې ـ بورۍ یې راوړې ـ اول یې هغه بورۍ کې بند کړو او بیا یې زه بورۍ کې بند کړم ـ بیا یې په رکشه کې کیښودو ـ زه یې لاندې کیښودم او هغه یې راباندې دپاسه کیښودو ـ بیا یې رکشه بهر چوک ته راوسته ـ په دې کې موټر سایکل د سټارټیدو اواز راغلې ـ زه پوهه شوم چې هغوي لاړل ـ بیا ما په بورۍ زور کړو ـ په لاس مې وشلوله نو سر مې رابهر کړو ـ دې وخت ایمبولانسونه هم راغلي و، او ډېر خلک راته راغونډ شوي و ـ بیا یې زما ملګری په بېل ایمبولانس کې او زه یې په بېل ایمبولانس کې عباسي شهید هسپتال ته یوړو))
د نري نروچکي بدن څښتن اختر که څه هم اوس ګرځیدلی شي خو د هغه یو لاس او یوه پښه سم کار نه کوي ،ـ د اختر نبي مور وایي خوشاله ده چې زوی یې سترګې غړوي او ژوندی پاتی شوی دی ، خو چې کله هغه د خپل ځوان زوی شل شوي لاس او د روغتیا اوسنی حالت ته ګوري نو اوښکې څڅوي.
((غریب له مزدورۍ وتۍ دی ـ کوژدن مې ورته کړی دی ـ خوسر یې ۵۰ زره نغدې او یوه نیمه توله سره رانه غواړي ـ موږ د خدای په چارو ناچاره یو او دکرایه کور دی ـ یوه کمره کور دی موږ ټول پکې ګوزاره کوو ـ دې زوی به ما ته پیسې ګټلې ـ اوس چې ګوډ شوی دی نو کار پرې نشي کولای ـ د رکشې ډریورۍ ته یې زه نه پریږدم ـ ورته وایم ډریوري مه کوه ـ بیا به دې راته څوک وولي ـ پلار یې بوډا دی ـ زموږ هیڅ اسره نشته ـ زما اسره خدای او همدغه بچي دي ـ نه مو په کلي کې خپل کور او جایداد شته او نه دلته ))
په کراچۍ ښار کې د روان اخ و ډب په مهال دزیاترو وژل شویو خلکو مړي په بوریو کې اچول کیږي اوبیا غورځول کیږي ، خو ددغو کسانو له جملې څخه تراوسه یوازې یو اختر نبي دی چې ژوندې راوتلی دی ـ