د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان مسله او د افغانستان راتلونکی





د پاکستان دي نيوز ورځپاڼه په خپله اداريه کې ليکي ، بلوچستان له داسې ګڼ اړخيزو ستونزو سره مخامخ دی چې حل يې د يوې ډلې ، ګوندونو او اشخاصو کار نه دی بلکې په ملي کچه پراخو هڅو ته ضرورت لري.

د ورځپاڼي په وينا په دې لړ کې په سر کې په ملي او رياستي سطح له بلوچستان سره شوی ناروا سلوک او هغه ګڼ اړخيزه لاملونه منل دي چې ستونزي يې زيږولي دي.

دي نيوز لیکي ، د قانون پلي کوونکو ادارو دا خبره چې د اتلسم ترميم له مخه د امن و امان د ساتلو واک صوبو ته سپارل شوی دی، له اصلي مسئلې څخه د پام اړولو يوه هڅه ده.

د اداريې په خبره د سپريم کورټ دا خبرداری چې صوبه د ګډوډۍ پر لور روانه ده او هيڅوک نه دی خبر چې د دې حالاتو ذمه وار څوک دی ، بايد جدي واخستل شي.

د ورځپاڼې په وينا دا د بيانونو او تشو خبرو وخت نه دی بلکه ټولې ادارې بايد د بلوچستان د ګډوډۍ د له مينځه وړلو لپاره په ګډه کوششونه وکړي. که داسي وشي نو بيا په صوبه کې ښه بدلونونه راتللای شي.

بل لورته د امريکا فارن پاليسی مجلې په افغانستان کې په راتلونکي کې د امکاني ولسي جګړې د ويري جاج اخستی دی.

ليکوال ريان ايوانز لیکي ، د خوست په غرونو او د کابل په کوڅو کې د ولسي جګړې خبري کيږي.

د ده په وينا په داسي حال کې چې دوه زره څوارلسم کال په را نژدې کيدو دی افغانان ، خبريالان ، سفارتکاران او پوځي چارواکي د دې هيواد د مستقبل په اړه فکر من دي.

د مجلې په لیکنه ، پوښتنه داده ، چې آیا په افغانستان کې به ولسي جګړه وشي او که نه؟ د دې پوښتني تر راپورته کولو وروسته ليکوال بيا د سنټر فار نيشنل پاليسي لپاره د سکاټ بيټس په ملګرتيا د خپل يو رپورټ حواله ورکوي.

دی وايې دوی په رپورټ کې په ګوته کړې ، چې ولسي جګړه او د امنيتي ځواک ماتيدنه هغه دوه لوی خطرونه دي چې افغانستان ورسره مخامخ دی.

ليکوال وايې سياسی اختلافات ، ډليزه سيالۍ ، زرر رسونکي کسان ، د پاکستان مداخله او د بل لپاره جنګيدونکي ډلې هغه څه دي چې لا تر اوسه يې حل نه دی میندل شوی.

د ده په وينا د لويديځ د پوهانو په مرسته د جديدی بيوروکريسي جوړ شوی نظام لا تر اوسه افغانان پرامنه سياست ته نه دي راجلب کړي.

افغانستان لا تر اوسه هم په زرورو کسانو يا ډلو کې ويشل شوی دی. زياتو پيسو او امريکا دوی يو موټی ساتلي دي.

نو په داسي حال کې د ليکوال ريان ايوانز په وينا له دوه زره څوارلسم کال وروسته په افغانستان کې د ولسي جګړې د کيدو يا نه کيدو پوښتنه راپورته کول غلطه ده.

د ده په خبره ولسي جګړه به روانه وي. نو د ده په وينا دلته پوښتنه اوس دا ده چې په افغانستان کې به راتلونکې مرحله څنګه وي او دوی يې د ښه کولو په برخه کې څه ډول رول لوبولی شي.؟

XS
SM
MD
LG