د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند و پاکستان لا هم د سیاچین په کنګلونو کې کنګل دي



واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د نړۍ د تر ټولو لوړ او سوړ جنګي ميدان سياچين په اړه مقاله ليکلې چې وايي پاکستان او هند به ونه غواړي چې په داسي ځای کي په ارباوو ډالره خرڅ کړي چې پوځيان يې په جګړه کي دومره نه وژل کيږي لکه څومره چې د زياتي يخنۍ او موسمي بدلون له کبله مري.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي، په تېره مياشت کې د پاکستان او هند تر منځ په لانجمنه سرحدي سيمه سياچين کي څه باندي ۱۲۰ پاکستاني پوځيان تر واورې لاندي ورک شول. دا د نړۍ تر ټولو لوړ جنګي ميدان دی چيري چې د پاکستان او هند يو شمېر پوځيان د لانجمني سرحدي کرښې د ژغورني لپاره ځای په ځای دي. ورځپاڼه ليکي، يوا خوا ته په دې غرونو کې پوځيان دومره په جګړه کې نه مري لکه څومره چې د ناسم موسم له کبله مري او بلي خوا ته بيا پر دغو پوځيانو د دواړو هيوادونو په اربونو ډالر خرڅ راځي نو دواړه هيوادونه به و نه غواړي چې پر دغه لانجمن سرحد په اربونو ډالر خرڅ کړي او خپل پوځيان د ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

ورځپاڼه د دفاعي چارو د کارپوهانو له خولې ليکي، د پاکستان لخوا له سياچين څخه د پوځيانو ايستلو نوې نښې کېدای شي حالات بدل نکړي. د پاکستان د هوايي ځواک يو پخوانی چارواکی شهزاد چوهدري وايي، په سياچين کې د پاکستان او هند د پوځيانو ځای په ځای کول يو عبث کار دی. د دې پوښتنې په ځواب کې چې بيا نو د پوځيانو په نه ايستلو کي خنډ څه دی؟ نوموړی زياتوي، دا په اصل کي د دواړو خواوو لخوا هغه ويره ده چې که يو هيواد پوځونه لري کړي نو ويريږي چې پر هغه ځای به بل هيواد قبضه وکړي.

ورځپاڼه ليکي، د دواړو خواوو لخوا د سولې اوسني بيانونه ته يو شمېر شنونکې د ولس تېر ايستلو د چل په نظر ګوري. تېره مياشت سياچن ته د دورې پر مهال د پاکستان د پوځ مشر جنرل اشفاق پروېز کياني وويل، اوس وخت را رسېدلی چې په دفاعي بوديجه کې کمی راوستل شي او دا پيسې پر ولسي ښېګړه ولګول شي. نوموړي وويل چې دواړو هيوادونو ته په کار ده چې په سوله کې ژوند وکړي او د خپل ولس د پرمختګ لپاره کار وکړي. بلخوا د هند د دفاع وزير اېم اېم پالم راجو وروسته موافقه وکړه او وې ويل، دا پيسې د دواړو هيوادونو د پرمختګ لپاره په ښه توګه په کار راوستل کېدای شي.

د يوې اندازې له مخې د ۱۹۸۴م کال راهيسي په سياچن کې د پاکستان او هند ۸۰۰۰ پوځيان مړه شوي دي.
XS
SM
MD
LG