ژباړه: حسیبه شهید،مشال راډیو
اسوشي ایټډ پریس
اسوشي ایټد پریس په پاکستان کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژل کیدو د پیښی وروسته د امریکا او پاکستان پر اړیکو او د پیښی پر څرنګوالي لیکنه کړې، چې لیکي، په ایبټ آباد کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژنې د یو کال تیریدو وروسته هم داسې پیښې شته چی پاکستان ورته لاتراوسه ځواب نه دې وېلې.
د اسوشي ایټډ پریس په وینا ، د ابیبټ آباد د پیښې اغیز لا تراوسه موجود دې او د اسلام آباد او واشنګتن اړیکې یی له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
ددې پیښې یوه اوونې وروسته ، د امریکا ولسمشربارک اوباما وویل ، چې په پاکستان کې دننه د اسامه د اوسیدو لپاره مرسته کونکي موجود وو، او ددې هیواد چارواکي باید په دې اړه پلټنې وکړي .
ددې خبرې په ځواب کې بیا پاکستان یو کمیشن جوړ کړ چې تحقیقات وکړي .
اسوشي ایټډ پریس په لیکنه ،د دې کمیشن د جوړیدو سره سم د کمیشن مشر وویل چی ،دی داسې نه ګڼې چې اسامه بن لادن ته د پاکستان مرسته حاصله وه.
د ولسمشر بارک اوباما د انتظامي په څرګنده دا پالیسې ده چې د پاکستان دننه د اسامه بن لادن په لوړه کچه د مرستې ثبوتونه مخې ته ندي راغلي .
د اې پي په وینا ، د پاکستان استخباراتي ادارې آې ایس اې ویلي وو چې په دغه هیواد کې له ډیرې مودې راهیسې د بن لادن پټ پاتې کیدل د استخباراتو ناکامي ده .
خو د اسامه د یوې میرمنې هغو څرګندونو وروسته چې د القاعده مشر په پنځو کورونو کې اوسیده او په دې دوران کې د هغه میرمنو څلور ماشومان زیږولي ، شکونه راپورته کړي .
واشنګتن پوست
اخوا بیا واشنګتن پوست ورځپاڼې ، د امریکا لخوا په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو پربریدونو لیکنه کړې .
د اوباما حکومت د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه د مشکوک ترهګرو پرضد بې پیلوټه الوتکو بریدونه منلي دي.
واشنګتن پوست ورځپاڼه لیکي، له دې پخلي سره امریکا له خپل هیواده بهر د هدفي عملیاتو پر پراخوالي اچول شوې پرده برسیره کړې ده.
واشنګتن پوسټ لیکي، د امریکا له یولوړ پوړي چارواکي لخوا د ډرون بریدونو د منلو او پکې د ولسي وګړو د وژلو خبره په داسې حال کې منلې ده چې ، د اوباما اداره د ولسمشرې په ټاکنو کې د ملي امنیت د خوندي کولو موضوع د خپل کمپین د مرکزي ایجنډې په توګه کاروي.
.
واشنګتن پوسټ زیاتوي چې ، د امریکا د ولسمشر د کورني امنیت سلا کار جان برینن وینا ده، د ډرون د بریدونو منتقدان په دې مسله باندې د یو پراخه بحث د پرانیستلو لپاره یو ګام ګڼي.
واشنګتن پوسټ په پاکستان کې،د ډرون بریدونو د څارونکې ادارې (د نیو امریکن فاونډیشن) په حوالې سره اټکل کوي چې په دې بریدونو کې په سلو کې د یولسو نه تراوولسو پورې ولسي وګړي وژل شوي .
خو امریکایی چارواکي بیا وایی ، د ولسمشر اوباما د ادارې پرمهال له ۲۰۰۹ کال راهیسې ، په ټولیزه توګه ۲ زره اورپکي او ولسي وګړي په دې بریدونو کې وژل شوي دي.
د امریکا د استخباراتو اداره پر پاکستان کې د څو کلنو راهیسې د بی پیلوټه الوتکو بریدونه کوي خو په یمن کې یی په اپریل میاشت کې دا عملیات پیل کړي.