د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (د اپرېل ۲۲مه)


ژباړه: اسرار عالم مومند، مشال راډیو

ایرش ټایمز

د ايرش ټايمز ورځپاڼې په يوه مقاله کې راغلي دي چې په راتلونکې مياشت کې کله امريکايي اولسمشر باراک اوبا مه په شکاګو کې د افغانستان په اړه غونډی ته وينا کوي نو نومړې په لېوالتيا سره دا تمعه لري چې هغه به د دې جوګه وي چې اوايي په افغانستان کې د يولس کالو زړه جګړه پايه ته نږدې ده او په خاصه توګه د نړيوال اتلاف لپاره دغه جګړه په ختمېدو ده.

له افغانستانه به د نړيوالو د وتو پروسه ګړندۍ نه کړې شي خو دا به مهم وي چې په غربي هېوادونو کې هم داسې وښودل شي. په خاصه توګه دا اونۍ ډيره ښه نه وه ، د دې اونۍ شورو د اتوار په ورځ د حقاني شبکې لخواه په کابل کې له بريدونو څخه وشوه ، چې په کې بهرانۍ سفارتخانې او پارلېمان په نښه کړې شو ، د بريدونو دا لړۍ تر اتلسو ګنټو راوانه وه.په دې کې يولس افغان امنيتي سرتيري او څلور اولسي وګړي وژل شو.

دا پيښه د استخباراتي ادارو ناکامي په ډاګه کوي.

د دې خبرونو وروستو چې په حقيقت کې حقاني شبکه د کابل بريدونو تر شا وه له دې سره به د پاکستان او امريکا ترمنځه اړيکې له نورې خرابې شي ، ځکه چې امريکا حقاني شبکې ته د شک په سترګه ګوري همدارنګ د امريکا د پوځ پخواني مشر ايډميرل مايک ملن ويلي وو چې حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي ادارې آله کار ده. امريکا څو وارې له پاکستانه غوښتي چې په شمالي وزيرستان کې د دغه شبکې پر ضد عمليات وکړي.

لاس انجلس ټایمز

بلخوا د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې په يوه مقاله کې راغلي دي د اوبامه انتظاميه د ايران سره د اټومي خبرو پرسر له دوو خطرو سره مخامخ ده ، لومړۍ دا کچرې خبرې ناکامه کيږي نو کېدې شي چې شخړه دې حد ته راورسيږي چې امريکا يا اسرايل د ايران پر اټومي تنصيباتو هواي بريدونه وکړي خو کچرې د دواړو هېوادونو ترمنځه مزاکرات په بشپړه يا جزوي توګه کاميابيږي او امريکا او ايران يوې لوظنامې ته رسي نو له دې سره به هم سخت غبرګون رامخې ته شي.


که چرې ايران د مۍ په مياشت کې د خبرو اترو په دوايم پړاؤ کې برخه اخلي او دا وړندي ورکوي چې د بنديزونو د نرم کولو په بدل کې به دوي خپل د يورينيم د غني کول پروګرام منجمد کړي نو بيا به امريکا او د هغوي ملګري يوې داسې لوظنامي ته رسي چې تر کومه حده هغوي په تهران کې له مليانو سره سمجوته کولې شي .


د سفاراتي معيارونو له مخې دا خبرې په تندۍ سره راواني دي او تمعه څرګنديږي چې د دواړو خواؤ کارپوهان به په راراوانو اونېو کې له يو بل سره د وړنديزونو بدلون وکړي او له دې وروستو به د مۍ پر دريشتمه نېټه د وچتې پايې غونډه کيږي .کېدې شي چې ايران په جزوي توګه وړنديز ورکړي خو پوښتنه دا راپورته کيږي چې د اسرايل په ګډون د امريکا نور ملګري به دا دا وړنديزونه قبول کړي او که نه؟
XS
SM
MD
LG